روغتيا

تېر کال څه باندې ۱۶۰ زره واحده وینه راټوله شوې – روغتیا وزارت

د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې ۱۵۰ زره نرینه او ۸ زره ښځو وینه ورکړې ده.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن ( پنجشنبه د غبرګولي څلیریشتمه ) د وینې وړاندې کولو نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې په تېر یوه کال کې یې له ټول هېواد څخه څه باندې ۱۶۰ زره واحده وینه راټوله کړې ده.

د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې ۱۵۰ زره نرینه او ۸ زره ښځو وینه ورکړې ده.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي د وینې وړاندې کول د خلکو د ژغورنې لپاره اړینه بولي.

د عامې روغتیا وزارت خدماتي مرستیال عبدالولي حقاني ویلي: له نېکه مرغه د عامې روغتیا وزارت کارکوونکي توانيدلي، چې د وینې وړاندې کوونکيو شمېر له ۲۰ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړ شوی دی.

په همدې حال کې د وينې د مرکزي بانک مسوولينو ويلي، چې دغه اداره له نړيوالو نورمونو سره سم اړو کسانو ته خوندي او پاکه وينه وېشي.

د وينې مرکزي بانک مشر سيف الرحمن پښتون ويلي: په تېر کال کې ٦٧٧ واحده وينه اخيستل شوې ده.

دغه راز په دې پروګرام کې يو شمېر ګډونوالو د دغې ورځې په مناسبت د زياتو خلکو د هڅولو لپاره وينه ورکړه.

یو تن وینه ورکوونکي ویلي: مونږ دا وینه هغو اړمنو کسانو ته ورکوو، چې د تلسمیا او سرطان په ناروغۍ اخته دي؛ یوازې د الله پاک د رضا لپاره وړاندې کوو.

د يادونې ده، چې دا ورځ هر کال د عامې روغتيا وزارت د وينې وړاندې کولو د فرهنګ دودولو او عامه پوهاوي لپاره نمانځي.


ورته خبرونه:

د عامې روغتیا وزارت نن په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

 

 


 

Trending

Exit mobile version