تازه خبرونه

تېر کال څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۴, ۱۴۰۱

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت وايي، په تېر یو کال کې څه باندې ۶۰۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي او څه باندې سل زره راستنیدونکیو بشري مرستې ترلاسه کړي دي.

د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارواکو یوې خبري ناستې ته، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د حکومت د حساب ورړاندې کولو د پروګرام په اړه جوړه شوې وه، یاد وزارت د تېر یوه کال د کړنو راپور شریک کړ.

د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت معین محمد ارسلا خروټي په یوه خبري کنفرانس کې وویل: د اسلامي امارت په واکمنۍ کې ۶۲۲۸۰۰ افغانان له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي او ۱۱۶۸۶۸ کسان یې په سرحدي ولایتونو کې دي، چې بشري مرستې یې ترلاسه کړي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په تېر یوه کال کې ۲۷۲۹۲۵ داخلي بې ځایه شوې کورنۍ لیدل شوي، ۷۸۴۲۱ کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدېدلي او ۸۶۰۶۴۰ کورنیو ته بشري مرستې رسېدلي دي.

دغه راز د چارواکو د څرګندونو له مخې، ۸۴۰۰ راستنیدونکیو او داخلي بې ځایه شویو ته د زدکړو زمینه برابره شوې او د ۱۶۰۰ افغانانو د ناقانونه کډوالۍ مخه نیول شوې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د چين، قرغزستان، قطر او پاکستان د بشري مرستو د لېږد او وېش مديريت، په هلمند او کندهار کې له اووه زره سېلاب ځپلیو سره د مرستو وېش، د جوزجان، بدخشان له زيانمنو شويو کورنيو سره د بېړنيو مرستو وېش، له کابل څخه د بادغيس، خوست او پکتيکا د بېځايه شويو ٣٦ زره کورنيو لېږدول، په پکتيکا کې د الخدمت بنسټ د بشري مرستو عادلانه وېش، په پنجشېر کې د ١٠٠٠ کورنيو لپاره د مرستو ترلاسه کول، د حرفوي زدکړو د کورسونو جوړول او ١٦٠ کورنيو ته د وسايلو وېش هغه څه دي، چې په تېر کال کې ترسره شوې دي.

چارواکو ویلي؛ د دغه وزارت پر هڅو په پاکستان او ایران کې میشت ۲۵۰ افغان کډوال له ۲۵ کلونو وروسته د حج فریضه ادا کړې ده.

دوی وایي، د افغان كډوالو د وضعيت د اواري، د خدمتونو د وړاندې كولو او د ۲۰ زره كسانو پر وړتیا د يتيم خانې د جوړولو په برخه كې له پاكستان، چين، ايران او تركيې سره لازم تدابير نيول شوي دي او په دې برخه كې له بېلابېلو بنسټونو او موسسو سره همكاري كوي.

د افغان حکومت، ایران  او پاکستان تر منځ لاندې هوکړې شوي: د کډوالۍ د کارتونو د اعتبار موده غزول، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، د کډوالو ماشومانو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکول، د بندیانو د وضعیت څېړل، د بشري مرستو دوام، د بانکي حسابونو برابرول او افغان کډوالو ته د موټر چلولو د جوازونو ورکول د تړون له مهمو موضوعاتو څخه دي. د راپور پر بنسټ، د پنځه کلن ستراتیژیک پلان ترتیبول، د ملي پالیسۍ تعدیل، د همکارۍ د جلبولو طرزالعمل او د کډوالۍ قانون، د مقرراتو تعدیل، د معلوماتو د سیستم جوړول او د مرستو د ویش د څارنې د میکانیزم ترتیبول د دغه وزارت غوره کړنې دي.

Trending

Exit mobile version