بی بی سی پښتو

ثمر هارون بلور: د مېړه د وژنې بدل مې په سیاست واخیست

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۳, ۱۳۹۹)
BBC
  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
په تېرو شاوخوا درویشتو کلونو کې د بلور کورنۍ د سیاسي ډګر درې غړي وژل شوي دي.

له نن دوه کاله وړاندې په همدې ورځ چې هارون بلور له کور ووت، نو مېرمن يې ورته وویل، چې ماښام پر وخت کور ته راشئ. هارون د وختي راتلو ژمنه ور سره وکړه. لاکن!!! هغه بیا کله هم نه راغی.

دوه کاله وړاندې د پېښور په یکه توت سیمه کې یوه ځانمرګي د انتخابي کمپاین یوه غونډه هدف کړه، چې پکې د عوامي نېشنل ګوند غړی هارون بلور او د دې ګوند تر شلو زیات نور غړي ووژل شول.

نن د هارون بلور دویم تلین لمانځل کېږي، خو د هغه له مېرمن او کورنۍ سره دوه کاله وروسته هم د دې پوښتنې ځواب نشته، چې هارون بلور چا او ولې وواژه.

هو! دومره ده چې په ټول ټاکنو کې برخه اخیستل او سیاست ته له راتللو سره يې د خپل مېړه “د وژنې بدله واخیسته”.‌

هارون بلور په ۲۰۱۸ عیسوي کال کې د ټول ټاکنو کمپاین کې هغه مهال ووژل شو، چې د خیبرپښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ لپاره له پي کې ۷۸ حلقې کاندید وو.

د هارون بلور تر وژنې وروسته د هغه مېرمن ثمر هارون بلور له همدې حلقې په ټاکنو کې ګډون کوي او همدا څوکۍ ترلاسه کوي.

روان کال د جون میاشتې پر ۴مه نېټه د عوامي نېشنل ګوند له مرکزي دفتره یوه خبرپاڼه کې وویل شول، چې دې ګوند د خیبرپښتونخوا د ایالتي ویاندې څوکۍ ثمر هارون بلور ته ورکړې.

د عوامي نېشنل ګوند پر همدې څوکۍ تر مرګه هارون بلور ناست وو او داسې ثمر هارون بلور له کوره نیولې تر ایالتي اسمبلۍ او له اسمبلۍ نیولې تر ګوند د خپل خاوند ټولې ذیمه وارۍ په خپلو اوږو کړې.

د خپل خاوند د وژنې د پېښې په هکله ثمر هارون بلور وايي، تردې پېښې وروسته يې له ټاکنو او سیاست کرکه شوې وه، خو د زوی په خوله يې په ټاکنو کې برخه واخیسته:

“هغه وخت زما د ټاکنو او سیاست ان له ټکیو(نومونو) لا کرکه شوې وه، خو زما مشر زوی دانیال تر ټولو لومړی وویل، چې زما د پلار ځای به زما مور نیسي”.

د ثمر هارون بلور په خبره، تردې وروسته يې بیا کورنۍ، ګوند او د سیمې خلکو د ملاتړ اعلان وکړ او په ټاکنو کې يې برخه واخیسته.

د خسر او خاوند تر وژنو وروسته له همغې سیمې ثمر هارون بلور د خیبرپښتونخوا ایالتي اسمبلۍ ته بریالۍ کېږي. اغلې ثمر د بریالیتوب د شپې په هکله له بي بي سي سره مرکه کې وویل، دا او ټوله کورنۍ يې تر خوشالۍ زیات خپه وو:

“ما او زموږ ټول کور هغه شپه ښه ډېر وژړل. په کور کې مو دومره ګڼه ګوڼه وه، چې د پښې ایښودو ځای نه وو، موږ د خوشالۍ پر ځای خپه وو”.

‌د خاوند تر وژل کېدو وړاندې به ثمر هارون بلور په کور وه،‌ خو تر دې پېښې وروسته هغې د سیاست په ډګر کې قدم کښېښود.

د دې دوه کلن سیاسي یون د ستونځو په هکله ثمر بلور وايي، د دې لپاره په ټاکنو کې برخه اخیستل او ګټل دومره ګران نه وو، لکه څنګه چې اوس په اپوزیسيون کې بې له بودیجې د خلکو خدمت کوي:

“زما سره ټول خلک، ګوند او کورنۍ په ټاکنو کې ملګري وو،‌ ځکه ټاکنې راته ډېرې ګرانې نه وې. اصل کار خو مې اوس دی، چې په اپوزیسيون د خلکو کارونه وکړم”.

* د پښتون غورځنګ پښتنې پېغلې

* “غواړم له پښتنو مېرمنو سره د انسان غوندي چلند وشي”

* د علي وزیر مېرمن: د بچیانو له پلار سره لیدل اسان نه و

د پېښور له همدې سیمې د ثمر هارون بلور خسر بشیر احمد بلور له ۱۹۹۰م عیسوي کال بیا تر ۲۰۱۲ پورې پنځه ځلې د ایالتي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو.

په ۲۰۱۲م عیسوي کال کې د بشیر احمد بلور تر وژنې وروسته د هغه زوی هارون بلور د همدې څوکۍ لپاره کاندید شو،‌ خو بریالی نه شو.‌

د ۲۰۱۸م عیسوي کال د ټول ټاکنو لپاره بیا هم له همدې څوکۍ هارون بلور بیا کاندید شو،‌ خو د ټول ټاکنو ورځ يې ونه لیده.

بلور کورنۍ ولې بیا بیا هدف شوه؟

د پېښور بلور کورنۍ د عوامي نېشنل ګوند د لکونو پلویانو په څېر ځان د عدم تشدد د سرلاري باچاخان پلویان بولي او تل يې د مرمۍ پر ځای د رايې پر واک باور کړی.

اتیا کلن سپين ږیری غلام احمد بلور اوسمهال د پېښور د بلور کورنۍ مشر بلل کېږي. دې سپين ږیري په تېرو شاوخوا درویشتو کلونو کې د خپل یواځيني زوی شبیر احمد بلور، د ورور بشیر احمد بلور او وراره هارون بلور مړیو ته اوږه ورکړې.

دا درې واړه د سیاست په ډګر کې وژل شوي دي. د غلام احمد بلور یواځینی زوی شبیر احمد بلور په ۱۹۹۷ عیسوي کال کې د ټول ټاکنو په ورځ د مخالف کاندید د پلویانو له لوري په ډزو ووژل شو.

د ۲۰۱۲ په ډیسمبر کې بیا د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې په یوه ځانمرګي برید کې د همغه وخت د خیبرپښتونخوا ایالت مشر وزیر او د عوامي نېشنل ګوند سیاستوال بشیر احمد بلور ووژل شو.

تردې پېښې پنځه کاله وروسته بیا د بشیر احمد بلور يواځینی زوی هارون بلور په یکه توت کې په یوه بل ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د ثمر هارون بلور په خبره، د بلور کورنۍ او عوامي نېشنل ګوند اړیکې له تېرو پنځو لسیزو راهیسې دي او د دوی کورنۍ يې هم د عوامي نېشنل ګوند له امله هدف شوه، ځکه چې یاد ګوند هم د وسلوالو هدف وو.

د دې ګوند د ایالتي ویاندې ثمر هارون بلور په خبره، په تېره شاوخوا یوه لسیزه کې د دوی د ګوند تر زرو زیات سیاستوال او پلویان په ځانمرګو بریدونو، بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version