تازه خبرونه
جانسن او غني د سولې او دوه اړخیز ملاتړ پر بهیر خبرې وکړې
(Last Updated On: کب ۹, ۱۳۹۹)
ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د بریټانیا له لومړي وزیر بوریس جانسن سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.
ولسمشرۍ څرګنده کړې؛ په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د افغانستان او بریټانیا د اړیکو پر پراختیا او د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.
د بریټانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د سولې د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ پر پیاوړتیا او له طالبانو سره یې په روانه جګړه کې له افغان ځواکونو د خپل هېواد پر دوامداره ملاتړ ټینګار په ډاګه کړ.
دواړو لوریو د تاوتریخوالي پر زیاتېدو، د سولې بهیر پر راتلونکیو ګامونو او په افغانستان کې د تلپاتي اوربند پر اړتیا او اوږدمهاله ملاتړ ټینګار کړی دی.
د یادونې ده، چې جانسن او غني د کروناویروس د واکسینونو د پلي کولو او په دې اړه د خنډونو د مخنیوي لپاره پر نړیوالو هڅو هم بحث او خبرې کړې دي.