تازه خبرونه

جان نيکولسن اداري فساد او کمزورې رهبري د افغان ځواکونو کمزوري ټکي وبلل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناټو د پرېکنده ملاتړ د ماموریت قومندان په راتلونکي ميلادي کال کې د افغان ځواکونو کمزورې مشري او اداري فساد د افغان دولت دوه لویې ننګونې بولي.

جنرال جان نیکولسن وایي، د کم کاریو له کبله افغان سرتېري په لرو پرتو سیمو کې د خوراکي توکو او تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دي. دغه څلور ستوریز امریکایي جنرال د افغانستان ثبات له یوې خوا او بل لور د پاکستان، روسیې او ایران نفوذ د اندېښنې وړ بولي. دغه امریکایي جنرال روسیه تورنوي چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په لټه کې ده.

د روان میلادي کال ایله څو ورځې پاتې دي، خو په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ د ماموریت قومندان په پنتاګون کې خبریالانو ته ویلي چې راتلونکي کال کې د افغان دولت پر وړاندې لویې ننګونې پرتې دي.

په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ د ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن وايي: “مونږ د مشري او اداري فساد په برخو کې د ښه والي په انتظار یو. دا هغه چارې دي چې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو د استقامت د کمزورتیا سبب کېږي. نو له همدې کبله د ځینو کم کاریو او د لوجستیک په برخه کې د فساد له امله سرتېري په لرو پرتو سیمو کې مهمات، اوبه او خوراکي توکي چې د جګړې د پرمخ بېولو له پاره یې اړتیا ده، نه شي ترلاسه کولی.”

دغه امریکایي جنرال د افغان دولت د خپلمنځي کړکېچونو په هکله هم اندېښنه ښیي.

جنرال جان نیکولسن زیاتوي: “روښانه ده چې مونږ د افغان دولت د ثبات په هکله اندېښنه لرو. زه پوهېږم چې ټول تاسو له نږدې سیاسي تکامل تعقیبوئ. زما پیغام زمونږ افغان همکارانو او د سیاسي اپوزیسون غړو ته دا دی چې ستاسو سیاسي بهیر ته درنای کوو، خو مهرباني وکړئ اجازه مه ورکوئ چې دغه بهیر امنیتي لاسته راوړنې چې په ستر قېمت سره سږ کال تر لاسه شوي، کمزوري کړي.”

له بلې خوا په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو نفوذ د دغه امریکایي جنرال بله اندېښنه ده.

نیکولسن وايي: “د بهرنیو لوبغاړو کرغېړن نفوذ په ځانګړې توګه د پاکستان، روسیې او ایران دوهمه اندېښنه ده. مونږ ته د بهرنیو له خوا د وسله والو یاغیانو د ملاتړ موارد په ځانګړې توګه په هغو ځایونو کې چې یاغیان د دولتونو له خوا پناه ځایونه ترلاسه کوي، د اندېښنې وړ مساله ده.”

دغه امریکایي جنرال روسیه هم تورنوي چې طالبانو ته مشروعیت ورکوي.

جنرال جان نیکولسن زیاتوي: “روسیې په ښکاره توګه طالبانو ته مشروعیت ورکړ او د هغوی روایت داسې و، طالبان هغه څوک دي چې له داعش سره جنګېږي نه له افغان دولت سره. دا مشروعیت ورکول د حقیقت پر بنسټ نه و دا د افغان دولت او ناټو د هڅو د کمزورتیا او د دښمن د پیاوړتیا اقدام و.”

 خو یواځې طالبان د افغانستان له پاره ستونزه نه ده، بلکې دغه امریکایي جنرال وایي، حقاني شبکه هم افغان ځواکونو او بهرنیو سرتېرو ته لوی ګواښ دی.

جنرال جان نیکولسن زیاتوي: “حقاني شبکه امریکایانو، نړیوالو او افغان ځواکونو ته ستر ګواښ دی. هغوی همدا اوس پنځه امریکایي وګړي یرغمل کړي دي. هغوی زمونږ یوه لویه اندېښنه ده او پاکستان کې پناه ځایونه لري.”

له بلې خوا دغه امریکایي جنرال وایي، افغان ځواکونو څلور په سلو کې تر واک لاندې سیمه په تېرو دوو میاشتو کې له لاسه ورکړې ده.

نیکولسن وايي: “افغان ځواکونه د نفوسو ۶۴په سلو کې سیمه تر واک لاندې لري چې له ۶۸ سلنې ټیټه کچه ده چې د سپتمبر په میاشت کې مو پرې خبرې کړې وې. دا کمی په دې مانا نه دی چې طالبانو د ډېرو سیمو ولکه په لاس کې اخیستې ده، هغوی لا هم د نفوسو لس په سلو کې سیمه په واک کې لري، خو اوس ډېرې سیمې د جګړې ځای دی.”

دغه امریکایي جنرال چې د افغان ځواکونو د روزنې، مشورو او مرستې ماموریت پر مخ وړي وایي، په روان کال کې امریکایي ځواکونو د داعش او القاعده پر ضد ۳۵۰عملیات تر سره کړي چې د القاعده پنځوس مشران او د داعش دولس مشران په کې له منځه تللي دي.

Trending

Exit mobile version