تازه خبرونه
جان کری له عمر داودزي سره وکتل
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کری د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر عمر داودزي سره وکتل.
د جان کري دا لیدنه د ټاکنو له نوماندانو سره له لیدني وروسته تر سره شوې ده.
په یاده لیدنه کې د ټاکنو د روانو ستونزو د حل په اړه خبري وشوي او له ښاغلي داودزی څخه يې د ټاکنو د امنیت د ښه ټینگښت په اړه مننه وکړه.
دواړو مشرانو په دي هم ټینگار وکړ، چې د افغانستان د ټاکنو روان کړکیج باید له قانوني پلوه حل شي.
جان کری د جمعې په شپه کابل ته راغلی؛ د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني او ولسمشر حامدکرزي سره پېلابېلې لیدنې کتنې کړي دی.
د یادونې وړده، چې کری په یو ځل بیا له دواړو نوماندانو سره نن بیا لیدنه ولري او وروسته به بیا رسنیو ته څرگند شي او د خپلو لیدنو او کتنو په اړه په څرگندونې وکړي.