انځوريز خبرونه
جان کېري: د افغانستان د ملي دفاع وزير هم كولاى شي تر څو امنيتي تړون لاسليك كړي
د امريكا د بهرنيو چارو وزير وايي، چې د افغانستان د ملي دفاع وزير هم كولاى شي تر څو د افغانستان او امريكا تر مينځ امنيتي تړون لاسليك كړي.
تر اوسه هم د امنيتي تړون په برخه كې ستونزې او د دغه تړون په باب د افغان ولسمشر شرطونه په خپل ځاى ولاړ دي، خو دغو ستونزو امريكايي چارواكو ته اندېښنې پېدا كړې دي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري وايي، چې افغان ولسمشر حامد كرزى بايد پر خپله ژمنه وفا وكړي.
جان كيري زیاته کړه، چې مونږ د دغه تړون په باب خبرې كړي. ما په خپله د دغه تړون د سند د بشپړېدو په باب خبرې كړي. افغان ولسمشر د دغه تړون سره هوكړه وكړه او ويې ويل، چې لويې جرګې ته به يې وسپارې كه لويې جرګې يې ملاتړ وكړ نو دى به يې هم ملاتړ وكړي، فكر نه كوم چې بل ځل په يو اړخيز ډول د دغه تړون په باب خبرې وشي.
دغه امريكايي چارواكى همدارنګه وايي، چې كه افغان ولسمشر حامد كرزى امنيتي تړون لاسليك نه كړي نو په نړيوالو ناستو كې به ژمنه شوې مرستې تر سره نه شي.
نوموړي همدارنګه ووېل، د تړون نه لاسليكېدل به په ۲۰۱۲ كال د توكيو او شيكاګو د نړيوالو ناستو پر مهال ژمنه شوې مرستې له خطر سره مخ كړي.
مېرمن سوزان رايس ويلي، چې كه امنيتي تړون لاسليك نه شي نو امريكا له ۲۰۱۴ كال وروسته له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د ايستلو پرته بله لار نه لري.
د امنيتي تړون په باب د ناندريو د مودې اوږدېدو د امريكايي چارواكو صبر تمام كړى دى. د امريكا د بهرنيو چارو وزير وايي، د افغانستان د دفاع وزير كولاى شي دغه تړون لاسليك كړي. افغان حكومت هم كولاى شي لاسليك يې كړي يو څوك بايد د دغه تړون مسئوليت په غاړه واخلي، فكر كوم د تړون لاسليك د پلانونو د طرحو له پاره اړين دى.
دا ډول غوښتونكو څرګندونو له دې وړاندې هم د افغان حكومت غبرګون پارولى وو، له دې وړاندې كريم خرم د يوې مركې پر مهال دا ډول غوښتنې د خندا وړ بللې وې، په همدې حال كې د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن وايي، چې د امنيتي تړون مسئله بايد ژر تر ژره روښانه شي.
نوموړی زیاتوي، چې كه د ۲۰۱۵ كال تر جنورۍ مياشتې پورې يو قانوني چوكاټ را مېنځ ته نه شي نو بيا به هم وخت ولرو تر څو له افغانستان څخه خپل سرتېري او تجهيزات وباسو، غواړم ووايم چې د امنيتي تړون مسئله بايد روښانه شي او دا بايد حيرانونكي نه ووسي ځكه، چې دا پېغام په ښكاره ډول افغانانو ته وركول شوى دى.
د امنيتي تړون په باب سياسي وضعیت اوس مهال روښانه دى او د هېواد په سياسي غونډو كې هم په دې باب بېلابېل نظرونه وړاندې كېږي، خو بايد په تمه پاته شو، چې د افغان ولسمشر شرطونه كوم ځاى ته رسېږي.