سیمه ییز خبرونه

جان کېري: كرزى يا د هغه ځاى ناستى كولى شي، تړون لاسليك كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له افغانستان سره د امنيتي تړون په اړوند په تازه څرګندونو كې وېلي، چې كېداى شي دغه تړون د افغانستان را تلونكى ولسمشر لاسليك كړي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د یکشبنې په ورځ ( د ليندۍ ۲۴ ) د اې بي سي د ټلویزیون سره په مرکه کې وویل:

له افغانستان سره تړون به یا پخپله ولسمشر کرزی لاسلیک کړې او یا به یې ځایناستی، چې له هغه وروسته به انتخاب شی، لاسلیک کړي.

جان كېري دا تازه څرګندونې په داسې حال كې كړي، چې تر دې دمخه امريكايي چارواكو د تړون د لاسليك لپاره ضرب الاجلونه وټاكل.

افغان ولسمشر په خپل دريځ تينګار كوي او د تړون د لاسليك لپاره پر امريكا د خپلو شرطونو منل ضروري بولي.

جان كري وايي، كه تړون په بېړه لاسليك شي، ښه به وي خو كېداى شي راتلونكى ولسمشر يې لاسليك كړي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كېري همدارنګه زیاتوي، بايد تړون په بېړه لاسليك شي، فكر كوم افغان ولسمشر حامد كرزي هم په دې پوهېږي. زه د ولسمشر كرزي د وزير په ذريعه له هغه سره په تماس كې يم. ما ويلي، چې كرزى يا د هغه ځاى ناستى كولى شي، تړون لاسليك كړي، خو مونږ ټينګار كوو، چې كرزى يې بايد لاسليك كړي.

د هغه په وېنا همدا اوس د افغانستان د كابينې له يوه وزير سره د امنيتي تړون پر سر په ناندريو بوخت دى.

جان کېري همدارنګه وایي، په هغه څه، چې مونږ هوكړه كړې افغان ولسمشر هم ورته ژمن دى. هغه د خپل وزير په خوله مونږ ته ډاډ راكړ، چې د تړون په متن او د مشورتي لويې جرګې په نتيجه كې د بدلون غوښتنه نلري. مونږ ډېر نږدې يو چې مخ پر وړاندې حركت وكړو.

په همدې وخت كې جان كري ويلي، چې كېداى شي د افغان ولسمشر غوښتونو ته مثبت ځواب وويل شي.

افغان ولسمشر د مخ پر وړاندې تلو لپاره غواړي په ځينو شيانو مطمئن شي. زه په دې باور يم، چې دا امكان لري.

ښاغلي کېری په مرکه کې زیاته کړې، چې امریکا په افغانستان کې بریاليتوب غواړي او د بریا معنی دا ده، چې د افغانستان ملي ځواکونه پر خپلو پښو ودرېږي. ده خبردارى وركړى، چې كه له افغانستان څخه امريكايي سرتېري ووځي، دغه هېواد به له ګڼو امنيتي ستونزو سره مخامخ شي.

Trending

Exit mobile version