لوبی
جاوید بشارت خپل امریکايي سیال ته ماته ورکړه
د افغانستان د آزادو هڅو لوبغاړي جاوید بشارت د یو اف سي په آزادو سیالیو کی خپل امریکایي سیال ته ماته ورکړه.
نوموړی بریالی شو، چې خپله لومړۍ سیالي د نړۍ د رزمي هنرونو په تر ټولو لویې ټولنې کې ثبت کړي.
جاوید بشارت د افغانستان ۲۶ کلن افغان لوبغاړي ۱۱ ځلې د آزادو سیالیو پنجرې ته دننه شوی او ټولې سیالۍ یې پر پېنځه تخنیکي ضربو او ۶ سبمیشن حرکتونو ګټلي دي.
نوموړی له سیر بهادرزاده او نصرت حقپرست وروسته درېیم افغان لوبغاړی دی، چې د نړۍ د آزادو هڅو په لویه ټولنه کې سیالي ترسره کوي.
اوسمهال نصرت حقپرست او جاوید بشارت په عملي بڼه په دې اداره کې هڅې تر سره کوي.