کوید۱۹
جاپاني ډاکټرانو د توکیو المپیک ځنډول وغوښتل
په جاپان کې یوې روغتیايي ادارې له جاپاني چارواکو وغوښتل، چې د کرونا ویروس د خبرېدو د مخنیوي لپاره د توکیو اولمپیک لوبې وځنډوي.
دې روغتیایي ټولنې، چې څه نا څه ۶۰۰ غړي لري ویلي؛ جاپاني روغتونونه نور کرونایي ناروغانو ته د روغتیایي پاملرنې وړتیا نلري.
دې سازمان د جاپان لومړي وزیر ته یو سرخلاصی لیک استولی او د دغو لوبو د ځنډولو غوښتنه یې کړې ده.
په دې لیک کې راغلي: پر چارواکو سربېره مونږ غواړو د المپیک نړیوالې کمېټې ته قناعت ورکړو، چې د لوبو له ترسره کولو ډډه وکړي او د ځنډولو پرېکړه یې باید وشي.
په لیک کې زیاته شوې، چې روغتیایي بنسټونه، چې له کرونا ویروس سره مبارزه کوي له دې ډېره وړتیا نلري، چې نورو کرونایي ناروغانو ته پام راوګرځوي.
دغه راز څرګنده شوې، چې که د ټوکیو المپیک له لوبو سره د مړینې کچه لوړه؛ جاپان به یې مسوول وي.
پر دغه روغتیايي بنسټ سربېره، کارپوهانو هم له حکومت غوښتي، چې د توکیو المپیک وځنډوي.
په جاپان کې د کرونا ویروس خپریدل ډېر شوي او د هېواد روغتونونه د طبي توکو له کمښت سره مخ دي.
د جاپان حکومت د می په پای کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو د څارنې لپاره په توکیو کې بېړنی حالت اعلان کړ.
له دې مخکې له ۲۳۰۰۰۰ څخه زیاتو خلکو یو لیک لاسلیک کړی و، چې د توکیو المپیک دې وځنډول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د ټوکیو المپیک سیالۍ د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله ځنډول شوې وي.