ساینس او ​​ټیکنالوژي

جاپانی میلیارډر له ۱۲ ورځني فضايي سفره راستون شو

Published

on

د روسیې فضايي ادارې څرګنده کړې؛ جاپانی میلیارډر یوساکو مازاوا په نړیوال فضايي تمځي کې له ۱۲ ورځو تېرولو وروسته بېرته ځمکې ته راستون شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، مازاوا د سفر په بهیر کې د خپل سفر بېلابېلې فضایي ویډیوګانې ان د مسواک وهلو بهیر هم انځوریز کړی دی.

مازاوا، د هغه مرستیال یوزو هیرانو او روسی فضانورد الکساندر میسورکین نن سهار په قزاقستان کې له سویوز بېړۍ راکښته شول.

د روسیې فضايي ادارې په ډاګه کړې، چې د سیوز ام اسـ ۲۰ بېړۍ سیاحتي الوتنه پای ته رسېدلې ده.

رویټرز څرګنده کړې، دغو درې کسانو په نړیوال فضايي تمځي کې ۱۲ ورځې تېرې کړې دي.

مازاوا په نړیوال فضایي تمځي کې د خپلو ورځنيو فعالیتونو ویډیوګانې ثبت او پخپل یوټیوب چینل کې یې خپرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې مازاوا غواړي په ۲۰۲۳ کال کې د سپیس ایکس پروژې له لارې یو اته کسیز فضایي سفر ترسره کړي.

Trending

Exit mobile version