سیمه ییز خبرونه

جاپان افغانستان ته د يو سل و شپږ ماشينريو مرسته سپاري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د فوايد عامې وزارت او جاپان سفارت د چارواكو تر منځ د لاسليك شوي تفاهمليك له مخې به جاپان يو سل و شپيته ډول ډول ماشينري د افغانستان د فوايد عامې وزارت په واك كې وركړي.

په دې ماشينرۍ كې پېنځه ويشت لودر، پېنځه ويشت گريدر، پېنځه ويشت دمترك، پېنځه ويشت سكواتر او شپږ د واورې پاكونې ماشنيونه شامل دي.

د فوايد عامې وزارت مرستيال احمد شاه وحيد وايي:

په ژمي كې د زياتو وارو له كبله په كابل، وردگو، غزني، پكتيا، لوگر، پروان، باميانو، دايكندي، غور، بادغيس، بدخشان او بغلان ولايتونو كې په سړكونو تگ راتگ ستونزمن وي او د جاپان دغه ماشينري به همدغو سيمو ته واستول شي.

په افغانستان كې د جاپان د مرستو مسول نوري اشيدا وويل:

مونږ به د يوې رڼې پروسې له مخې دا ماشينري وپېرو او د دې ماشينرۍ د چلولو لپاره به د فوايد عامې وزارت كار كوونكي هم وروزو.

دا ماشنيري به د دوه زره څوارلسم كال تر سپتمبر پورې د فوايد عامې وزارت ته وسپارل شي.

له دې مخكې جاپان د فوايد عامې وزارت سره د واورې پاكولو د شپږ لويو ماشينونو مرسته كړې وه.

Trending

Exit mobile version