سیمه ییز خبرونه
جاپان او ملگري ملتونه له افغانستان سره ۲۸۱ ميليون دالر مرسته كوي
په كابل كې د پنجشنبې په ورځ(د كب ۱۰) ملگرو ملتونو او جاپان هېواد د افغانستان د كډوالو چارو له وزير جماهير انوري سره د گډو مرستو تړون لاسليك كړ.
په كابل كې د جاپان سفير او د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي مرستيال هيله وښوده، چې دغه دوه سوه يو اتيا ميليون دالره مرسته شوي پيسې به د كډوالو او بيځايه شويو كورنيو لپاره د روغتيايي خدمتونو، څښاك اوبو او كارموندنې، د سولې، ښې حكومتدارۍ، ټاكنو له اداري فساد سره د مبارزې او د ښځو د اقتصادي ودې او پر ځان بسياينې لپاره د افغان دولت د بوديجې له لارې او په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د بېلا بېلو څانگو لخوا ولگول شي.
په كابل كې د جاپان سفير هيروشي تكاشي له افغان دولت څخه وغوښتل، چې مرسته شوې پيسې به په شفاف ډول داسې ولگوي، چې پرخلكو يې مثبته اغېزه پريوزي.
هغه ټينگار وكړ، چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو له وتو وروسته به جاپان له افغانستان سره خپلو همكاريو او مرستو ته دوام وركړي.
په همدې ډول په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال مارك باودن وويل، چې:
دا مرستې به د پوره اغېزمنتوب لپاره د افغان دولت د لومړيتوبونو او ستراتيژۍ په رڼا كې لگول كيږي. كډوالي او بي كوري په افغانستان كې لويه ستونزه ده، مونږ به د نورو برخو ترڅنگ هڅه وكړو، چې په دغه برخه كې له افغان دولت سره همكار پاتې شو.
جاپان له دوه زره لومړي كال راهيسې له افغانستان سره مرستې كوي او اوس له امريكا وروسته جاپان د افغانستان دوه يم تمويلونكى هېواد بلل كيږي.
