تازه خبرونه

جاپان د افغانستان له کرنیز سکتور سره د ۱۴ میلیون ډالرو پر ارزښت مرسته کوي

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۳, ۱۴۰۱
د افغانستان لپاره د جاپان سفیرڅرګنده کړې، چې هېواد یې د کرنیزو او پراختیايي پروګرامونو په برخه کې له دې هېواد سره د ۱۴ میلیون ډالرو پر ارزښت د پانګونې پرېکړه کړې ده.

د جاپان سفیر دغه موضوع په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي مولوي امیر خان موتقي سره په کتنه کې یاده کړې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تویت کړی، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستې، اقتصاد، کرنې او پوهنې پر اړوند برخو خبرې کړې دي.

د جاپان سفیر تاکاشي همدا راز زیاته کړې، چې هېواد یې له سیاسي مسایلو پرته، په کرنیزو او نورو پرمختیايي برخو کې د څوارلس میلیون ډالرو پر ارزښت د افغانستان له خلکو سره مرستې ته چمتو دی.

مولوي امیرخان موتقي د جاپان له دې پرېکړې هرکلی وکړ او له نورو هېوادونو یې وغوښتل، چې د افغانستان په بېخبنایي برخو کې مرسته وکړي.

جاپان یو له هغو هېوادونو دی، چې له نړیوالي ټولنې سره په ګډه افغانستان ته بشري مرستې چمتو کوي.

Trending

Exit mobile version