تازه خبرونه
جاپان د اقلیمي بدلون لپاره افغانستان ته ۹.۴ میلیون ډالر مرسته ځانګړې کړه
دا تړون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر UNOPS د مشرې کیټي آن وبلي او په افغانستان کې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې JICAاستازي سوټا ټوساکا لهخوا لاسلیک شوی دی.
د جاپان نړیوالو همکاریو ادارې (JICA) او د ملګرو ملتونو د پروژو خدماتو دفتر (UNOPS) د اقلیمي بدلون له اړوند ننګونو سره د ښه چمتووالي په برخه کې د ۱.۴ میلیارډ جاپاني ین( نږدې ۹.۴ میلیون امریکایي ډالر) پر ارزښت له افغانانو څخه د ملاتړ لپاره د نوې مالي مرستې تړون لاسلیک کړ.
دا تړون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر UNOPS د مشرې کیټي آن وبلي او په افغانستان کې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې JICAاستازي سوټا ټوساکا لهخوا لاسلیک شوی دی.
یاده پروژه به په کابل ولایت کې عملي شي او موخه یې دا ده، چې د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته کېدونکو پېښو پر وړاندې د خلکو وړتیاوې پیاوړې کړي.
د دې پروګرام له لارې به د هغو بنسټونو له جوړولو هم ملاتړ وشي، چې د سېلابونو، وچکالۍ او د اقلیمي بدلون له نورو خطرونو څخه د اوښتو زیانونو کچه راکمولی شي. همداراز به پروژه د پوهاوي لوړولو او د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره روزنیزې ناستې هم راونغاړي، چې خلک وکولی شي د بېړنیو حالاتو پر مهال سم او پخپل وخت کړنې ترسره کړي.