پرمختګ او بشپړتیا
جاپان د كابل د نړيوال هوايي ډگر پر امنيتي چارو ۴۳ ميليون دالره لگوي
جاپان له افغانستان سره د وړيا مرستو په لړ كې دا ځل غواړي د كابل د نړيوال هوايي ډګر د امنيتي چارو د سمون لپاره دري څلوېښت ميليون ډالره ولګوي.
د كابل نړيوال هوايي ډگر د امنيتي چارو د پياوړتيا لپاره د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د جاپان له سفير سره يو تړون لاسليك كړ.
د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني وايي، په دې پيسو به د پلټنې پرمختللي ماشينونه، د مساپرو د ليږد لپاره ځانگړي بسونه واخيستل شي او د ودانيو په جوړلو كې به مصرف شي.
په كابل كې د جاپان سفير هيروشي تاكاشي وايي، چې هوايي ډگرونه د لويو لارو په كتار كې راځي او په كار ده، چې مناسبې آسانتياوې په كې موجودې وي.
زياتره وخت د نشه يي توكو قاچاق وړونكي د كابل هوايي ډگر له لارې هڅه كوي بهر ته نشه يي توكي قاچاق كړي.
د كابل نړيوال هوايي ډگر پوليسو په روان كال كې لسگونه كيلو گرامه نشه يي توكي له قاچاقگرو سره يو ځاى نيولي دي.