تازه خبرونه
جاپان له اسلامي امارت سره د G7 هېوادونو پر مستقیم تعامل ټینګار څرګند کړ
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر د نړۍ د اووه صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې څرګنده کړې، چې له اسلامي امارت سره باید مستقیمې اړیکې ټینګې شي او په افغانستان کې د بشري وضعیت د پوره خرابېدو د مخنیوي لپاره باید بشري مرستې ترسره شي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او منځنۍ آسیا په اړه د اووه صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې په ډاګه کړې، چې د افغانستان او منځنۍ آسیا په اړه باید مستقیمه او دوامداره همکاري روانه وساتل شي. له اسلامي امارت سره باید تعامل وشي او د افغانستان خلکو ته بشري مرستې ورسیږي، چې د بشري وضعیت د پوره خرابېدو مخه ونیول شي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: له طالبانو ( اسلامي امارت) سره د یوناما تعامل او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات په راوستلو کې د هغې رول خورا مهم دی. په افغانستان کې د بشري وضعیت د پوره خرابېدو د مخنیوي په خاطر؛ جاپان به له نړیوالې ټولنې سره پر همکارۍ د افغانستان له خکو سره لومړنیو او بشري مرستو ته دوام ورکړي. همداراز جاپان به د دوامداره تعامل له مخې د ښځو د حقونو او پرهغوی د لګول شویو محددیتونو د لرې کولو په برخه کې د طالبانو( اسلامي امارت) د پرکړې د بدلون لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.
له بلې خوا په کابل کې د جاپان له سفیر سره د ریاست الوزرا د اداري مرستیال په کتنه کې له افغانستان سره د نړۍ پر رغنده تعامل ټینګار شوی او د جاپان سفیر ژمنه وکړه، چې دغه هېواد به له نړیوالې ټولنې څخه له افغانستان سره د همکارۍ غوښتنه وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ويلي، له افغانستان سره د ایران پالیسي په بشپړه توګه روښانه ده، نه دوه مخې ده او نه متضاده؛ ایران په افغانستان کې د یو پراخ بنسټه حکومت غوښتونکی دی.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان او ایران ګډه پوله لري او دغه هېواد د افغانستان له پرمختګونو بې تفاوته نشي پاتې کېدی او په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي.
د نورو موضوعاتو تر څنګ د جي – اووه ډلې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له اسلامي امارت وغوښتل، چې افغانستان باید د تروریزم پر خوندي ځاله بدل نهشي.