سوداگري
جاپان له افغانستان سره د ۱۲۲ میلیون ډالرو د مرستې ژمنه وکړه
جاپان د ۲۰۲۱ زېږدیز کال لپاره په افغانستان کې د بشردوستانه او پرمختیایي پروګرامونو تر سره کولو ته ۱۲۲ میلیون ډالرمرسته اعلان کړه.
په کابل کې د جاپان سفارت د دوشنبې پر ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې؛ دا مرسته د جاپان د هغې ژمنې یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۰ پر نومبر د ژنیوا په کنفرانس کې پرې پرېکړه شوې وه او د عملي کیدو لپاره یې دا یو اړین ګام دی. په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر موټګي توشیمیټو له افغانستان سره د جاپان اوږدمهاله ملګرتیا تائید او د دې هېواد د خلکو لپاره یې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو تر منځ ۱۸۰میلیون ډالر کلنۍ مالي مرسته ومنله، چې د تېرو څلور کلونو په پرتله بې سارې ده.
د سرچینې د یادونې له مخې؛ دا مرسته به بېلابېلې ټولنې په ټول هېواد کې د ۱۷ بشردوستانه او پرمختیایي پروژې د پلي کولو لپاره ولګوي، چې موخه یې د بېلابېلو لارو څخه په ژوندانه کې د آسانتیاوو او وړتیاوو رامنځته کول دي.
د جاپان سفیر تکاشي ویلي: لکه څنګه، چې مونږ د سولې لیدو ته لیواله یو؛ دغه راز د افغانستان امنیتی سکتور د افغانانو په مشرۍ په ملت جوړونه او پرمختګ کې ډاډمنې هڅې تر سره کړي. د افغانستان لپاره د قانون او نظم په وجهي صندوق کې د یوه سوکاله افغانستان لپاره پرلپسې مرسته د جاپان تعهد څرګندوي ، چې ورسره برمختګ او امنیت پیاوړی کیږي.
نوموړي زیاته کړې؛ کرونا ویروس یوه نړیواله ناروغي ده او مونږ هم باور لرو، چې د زیان منونکیو خلکو لپاره مرستې اړینې دي. مونږ هیله لرو، چې دا نوې مرسته به د امکان تر حده د افغانانو د خوښۍ او مسکا په راوستلو کې ګټوره شي.
جاپان په بېلابېلو برخو کې نه یوازې د ملت جوړولو لپاره هڅې کوي، بلکې د امنیت، کرنې، کلیو پراختیا ، بشري وړتیاوو په ګډون د پرمختګ، ښوونې، روغتیا، بېخبنا، فرهنګ او نورو بشردوستانه برخو کې اوږدمهاله مرستې کوي.
له دې ژمنه شوې مرستې سره جاپان په تېرو ۲۰ کلونو کې افغانستان ته شپږ اعشاریه نهه میلیارډ ډالر مرسته کړې ده.
