تازه خبرونه

جاپان له افغانستان سره سل میلیون ډالر مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱, ۱۴۰۰)

د جاپان حکومت په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره به له دې هېواد او ګاونډ هېوادونو سره ۱۰۹ میلیون ډالر مرسته وکړي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ د زمري ۳۰  څرګنده کړې، چې د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره له افغانستان، ایران، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان سره مستقیمه مرسته کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د جاپان حکومت به له افغانستان او ګاونډ هېوادونو سره په مستقیم ډول د بشري اړتیاوو د پوره کولو په برخو کې لکه روغتیایي پاملرنه، خوراکي توکي، خواړه، ژغورنه، اوبو، روغتیا او همدارنګه د ژوند د ښوالي په برخه کې مرسته وکړي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه مرستې به د ۱۶ نړیوالو ټولنو لخوا د افغانانو د بشري وضعیت د ښوالي لپاره ولګول شي.

په خبرپاڼه کې څرګنده شوې: د جاپان حکومت به د افغانانو ملاتړ روان ساتي او په سیمه کې به د ثبات په راوستلو کې فعال رول ولوبوي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ سل میلیون ډالر یې افغانستان او پاتې نور یې ګاونډ هېوادونو ته ځانګړي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ د اسلامي همکاریو ټولنې په ۱۷ ناسته کې د اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې استازیو د افغانستان او ګاونډ هېوادونو له میشتو افغانانو سره د بشري مرستو ژمنه وکړه.

Trending

Exit mobile version