تازه خبرونه
جاپان له افغانستان سره څه باندې ۲۱ میلیون دالر مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د جاپان هېواد لخوا افغانستان سره د روغتیا او پوهنې په برخو کې د ۲۱ اعشاریه ۶ میلیون دالرو پر ارزښت د مرستې ډاډ څرګند کړی دی.
یونیسف له افغانستان سره د روغتیا او پوهنې په برخو کې د جاپان له ملاتړه ستاینه کړې ده.
یونیسف پرون ( د وري ۶ / د مارچ ۲۶) په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې له دغو مرستو څخه ۱۸ میلیون دالر به له ۱۸ میلیون څخه ډېرو افغان ماشومانو او میندو ته د واکسینو پر برابرولو او ۳ اعشاریه ۶ میلیون دالر به د افغانستان د دولتي ښوونځیو د بېخبناوو پر جوړولو ولګول شي.
د دغه راپور له مخې: هغه واکسینونه، چې ټاکل شوې په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره له دغې مرستې چمتو شي؛ د شري، روتا ویروس، تیتانوس، دیفتریا، پولیو، هپاتیت بی او داسې نور رانغاړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق دا هم ویلي، چې دا مرستې له یونیسف سره په ۲۰۲۳ کال کې مرسته کوي، چې شاوخوا ۱۰ میلیون ماشومانو ته د پولیو واکسین چمتو شي.
خپاره شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د دغو مرستو ۳ اعشاریه ۶ میلیون دالر به د یونیسف له لارې په ۲۰ ښوونځیو کې د ۵۰۰۰ ښځینه زدهکوونکیو په ګډون ۱۰ زره زدهکوونکیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په برخه کې ولګول شي.