تازه خبرونه
جاپان له افغانستان سره ۱۹۰ میلیون ډالر مرسته کوي
جاپان له افغانستان سره په جي ۲۰ سرمشریزه کې په ډاګه کړې، چې د نړیوالې ټولنې له لارې به له افغانستان سره ۹۰ میلیون ډالر بشري مرسته وکړي.
جاپاني رسنیو څرګنده کړې؛ د جاپان لومړي وزیر کیشیډا فومیو د جي ۲۰ هېوادونو په ځانګړې سرمشریزه کې ویلي، چې توکیو به د نړیوالو ټولنو له لارې له افغانستان سره ۱۹۰ میلیون ډالر بشري مرستې ولیږي.
کیشیډا د کندوز د اړوند سیمې په یوه جومات د تیرې اوونۍ برید هم وغانده او ژمنه یې وکړه، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې له اړوند اړخونو سره به خپلې هڅې چټکې کړي.
هغه ویلي په افغانستان کې د ټولو افغانانو د حقونو ساتنه مهمه ده او ښځې باید د کار او زدکړې حق ولري.
له دې مخکې د اروپایي کمیسیون مشر اورزولا فن ډرلاین د افغانستان او ګاونډ هېوادونو لپاره، چې افغان پناه غوښتونکي مني؛ د یو میلیارډ ډالرو اعلان کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا میرکل یو ځل بیا د خپل هېواد ۶۰۰ میلیون یورویي مرسته اعلان کړې ده.