تازه خبرونه

جاپان له فواید عامي وزارت سره د32 & په ارزښت د ماشینونو مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د فوایدعا مې وزارت سره د جاپان هیواد له خوا د دوه دیرش میلیونه ډالرو په ارزښت د سړک جوړوني اودواوروپاکولود بیلا بیلو ماشینونو مرسته وکړه.

د فواد عامې وزارت وايي چې له دغو ماشینونو به د سړکونو د څارنی اوساتنی په برخه کي استفاده وکړي.

په کابل کي دجاپان سفیر وایې هیواد يي له تیرحکومت سره هم مرستی کړې وېچې د فساد له امله یی پایلي ډیرې اغیز ناکې نه وې.

د فواید عامې وزیر محمود بلیغ وايي دغه وسایل به د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې هغه سیموته وا ستولشی چې و خت ناوخت د بارانونو او واوروله امله لارې تړل کیږی.

محمود بلیغ د فواید عامې وزیر:

دغه وسایلو څخه به سمه د سرکونو د ساتنې او څارنې په برخه کې استفاده کیږی ترڅو له دې روسته دلارو د بند یدو له ستونزي سره مخ نه شوو او د جاپان له مرستومننه کوم.

په کابل کې د جاپان سفیر وايي افغان حکومت باید دخپلو سړکونو ساتنې ته زیاته پام لرنه وکړيتر څو د دغه هیواد زرعتی تو لیدات بازارونوته لاره پیدا کړي.

په کابل کې د جاپان سفیر هیرو شیتی نکاتاشیله فواید عمې وزارت وغو ښتل چې له دي وسایلو نه سمه ګټه پورته کړي .

په تیرکې موهم له افغانستان سره مرستی وکړی؛ خوپایلې ښې و نه وې، او ځینی علت يي هم فساد وه په هیواد کې مو باید د سړکونو د ساتنی لپآره زیاته پام لرنه وشی.

د چاپان هیواد له تیرو ۱۳ کلونو را هیسی له افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې ۵،۸ ملیارده ډالرو په ارزښت مرسته کړي چې ډیری ټولنزې پروژو په برخه کې تر سره شوي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version