تازه خبرونه

جاپان په سیلاب ځپلو سیمو کې له اورښتونو خبرداری ورکړی

Published

on

Photo credit: Reuters
(Last Updated On: چنګاښ ۱۷, ۱۳۹۹)

جاپان د سې شنبې پر ورځ د دغه هېواد د سویل لویدیځ د کیوشو جزیرې په اړوند سیمو کې د چټکو اورښتونو خبرداری ورکړی دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې هېواد په سیلاب ځپلیو سیمو کې د دوشنبې پر ورځ د مړو شمېر لږ تر لږه ۵۰ کسانو ته رسیدلی او په لسګونه نور ورک او تریتم دي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوشیدي سوګا په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړې، چې له وړاندویېنې سره سم به اورښتونه د جولای تر ۹ روان وي او په سیلاب ځپلیو سیمو کې د جاپان له لویدیځ څخه تر ختیځ پورې د درندو بارانونو اټکل شوی دی.

سوګا له خپلو خلکو وغوښتل، چې د اړوند سیمو د امنیت خوندي کولو لپاره اړین ګامونه واخلي.

جاپان د دوشنبې پر ورځ د کیوشو په درې برخو؛ نګاساکي، ساګا او فوکووکا په ګډون له نیم میلیون څخه ډېرو خلکو ته له سیلابه خبرداری ورکړی و.

ساګا زیاته کړې، چې پولیس، دفاعي ځواکونه او ساحلي ساتونکي د لټون او ژغورنې هڅې تر سره کوي.

د جاپاني رسنیو لخوا خپاره شوي انځورونه ویجاړ سړکونه، کورونه او ځمکې ښویدنې ښیې. سرچینه: رویترز

Trending

Exit mobile version