کوید۱۹

جاپان کې د کرونا ویروس ۱۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲, ۱۴۰۰)

رویټرز راپور ورکړی، چې جاپان نن (شنبه د سلواغې ۲) د کرونا ویروس ۱۰۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
د راپور له مخې؛ د دغه شمېر له ثبت سره په جاپان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۵۰۰۰۰ څخه اوښتی دی.
په جاپان کې د کرونا ویروس د اومیکرون بڼې خپریدل هم پیل شوي دي.
رویټرز زیاته کړې، چې په جاپان کې پر کرونا ویروس اخته درې کسان مړه شوي او د ۱۲ نورو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د جاپان د رسمي څرګندونو له مخې؛ د دغه هېواد ۷۸ سلنه وګړیو د کرونا واکسین ترلاسه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د جاپان عامې روغتیا وزارت له ۱۱ کلونو کم عمره ماشومانو ته د فري فایزر د پیچکارۍ اجازه هم ورکړې ده.

Trending

Exit mobile version