پرمختګ او بشپړتیا
جاپانی داکتر ناکامورا د کونړي سیند د اوبو قرباني شو
د داکتر ناکامورا همکاران وايي؛ په ۱۹۸۴ کې یې د پېښور افغان کډوالو ته روغتیايي خدمات پیل کړي وه، د مجاهدینو په واکمنۍ کې له پېښوره ننګرهار ته راغی او له څه وخت وروسته په ۲۰۰۳ کال کې یې د وچو دښتو آبادولو ته پام شو او خپل کار یې ګمبیري دښتې ته له کونړي سیند څخه د اوبو پر پورته کولو پیل کړ، چې د خپلو اته کلنو نه ستړي کیدونکیو هڅو په پایله کې یې مروارید نومی ۲۵ کیلو متره کانال بشبړ کړ.
د ښیوې ولسوالۍ استوګن محمدبصیر ویلي، چې داکتر ناکامورا داسې یوه دښته شنه او زرغونه کړه، چې مرغۍ به په کې جل وهله. اوس د هغه د کار له برکته مونږ نه یوازې شنه سیمه لرو، بلکې له پېنځه ویشت نیم کیلو متره مروارید نومي کاناله هم برخمن یو او اوس مو ترې درې نیم زره هکتاره ځمکه خړوبیږي.
د ښیوې یو بل استوګن ښایسته باز، چې د داکتر ناکامورا هڅو اغېزمن کړی وایي؛ د زیړي بابا نه تر دې ځایه، له کامې راونیسه تر باراباده دا ټوله ځمکه خدای آباده کړه ده آباده کړه.
ناکامورا په کامه او ښیوه کې ۶ کانالونه، ښیوه والو ته یو دارلعلوم، یو لوی جومات، سلګونه پُلچکونه او لسګونه کلیوالي لارې هم جوړې کړي دي.
د ناکامورا د کاري هڅې له نورو مرستندویانو ځانګړې بڼه لرله او شعار یې دا و، چې: زه هلته ځم او کار کوم، چې نور نه ځي.
ناکامورا په خپلو پروژو کې د سیمې له موادو او د ځايي خلکو له مټو ګټه پورته کړې او پر لږ لګښت یې ډېر کار کړی دی.
افغان هېواد د ګنو بدو پېښو او وژنو نه یوازې شاهد و او دی، بلکې خلک او ولسونه له دې پېښو خواشیني شوي هم دي. د ده او ساتونکیو وژنې د ننګرهار خلک دومره خواشیني کړي، چې وايي، دې پېښې د دې هېواد نور تېر غمونه ترې هېر کړي دي.
د ناکامورا د پارک ساتوونکی عبدالمنان خان وایي، مونږ ورپسې ډېر خفه یو؛ هغه دلته کار کاوه او نورو ته یې د کار زمینه برابروله. لکه څومره، چې افغانان او د افغانانو خاوره پرې ګرانه وه، هومره یې ځان هم ترې ځار کړ او په همدې خاوره کې ووژل شو. روح یې ښاد او یاد یې تازه اوسه.
د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال عبدالله شنیواری وايي، د ناکامورا خدمتونه او د کونړي سیند د اوبو مدیریت د هغه د وژنې لاملونه دي.
خلک او ولسي استازي پرچارواکو سختې نیوکې کوي او وايي، ولې یې د افغان وطن یو لوی خدمتګار ناکامورا ونه شو ساتلی.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ابرارُالله مراد ویلي؛ ناکامورا پلان درلوده، چې له کونړي سیند څخه دوه یم مروارید کانال پورته کړي او پر کابلي سیند یو سربند هم جوړ کړي.
د ناکامورا د ورځني ژوند او خاطراتو په اړه د هغه افغان همکارانو ویلي؛ داسې هیڅ ندي شوي، چې ناکامورا دې کومه ورځ کار ته ناوخته راغلی وي او یا یې ویلي وي، چې دا کار نه کېږي.
ناکامورا خلکو ته د کار ترڅنګ د همکارۍ، هېواد غوښتنې، پالنې او مینې لارښوونې هم کولې او افغانانو هم افتخاري افغان نومولی و.
افغان کاکا مراد ۱۶ کاله په ننګرهار کې بېلابېل کارونه کړي؛ خو د تېرې چهارشنبې پر سهار( د لیندۍ ۱۳/ د دسمبر ۴) د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د خپلو پېنځه افغان ساتوونکیو سره په یو وسله وال برید کې ووژل شو، چې په کور د ننه او بهر یې وژنې سخت غبرګونو او غندنې راوپارولې.