تازه خبرونه
جاپان د هېواد په ختیځ کې د ناکامورا پروژې بشپړوي
په کابل کې د ټیکاو ملي ټولنې د داکتر تتسو ناکامورا له هڅو ستاینه وکړه، چې په کې یو شمېر حکومتي چارواکو هغه ته د اتل لقب ورکړ.
په کابل کې د جاپان سفیر میتسوجي سوزکا، چې په دې ناسته کې ګډون کړی و وایي، جاپان هڅه کوي د افغانستان په ختیځ ګمبیري کې د ناکامورا نیمګړې کارونه بشپړ او د افغانستان نورو برخو ته هم پراخه کړي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال آصف صدیقي ویلي؛ د داکتر ناکامورا له کړنو د افغانانو درناوی دا ښیي، چې افغانان د سولي تږي دي.
د ولسمشر سیاسي سلاکار ضیاالحق امرخېل وایي، چې ای مشرانو له ناکامورا یې زده کړئ او د خلکو سولې او هوساینې ته پام راواړوئ.
ناکامورا له ۱۹۹۱ کلونو څخه تر ۲۰۱۹ کاله د افغانستان په ختیځه برخه کې د روغتیا، کرني او بیخبنایي کارونو په برخو کې نه ستړې کیدونکې هڅې کړې دي.