تازه خبرونه
جرمني د افغانستان له اسلامي امارت سره اړیکو لرلو ته لیواله شو ـ راپور
آلمانۍ ورځپاڼي ویلټ ام سونټاګ راپور ورکړی؛ د آلمان حکومت په پام کې لري، چې د افغانستان د اسلامي امارت په اړه خپله تګلاره بدله کړي.
ورځپاڼې د حکومتي سرچینو له قوله لیکلي، چې ټاکل شوې په راتلونکیو څو اوونیو کې د جرمني سفیر مارکوس پوتزل کابل ته ولاړ شي.
مارکوس پوتزل غواړي د اسلامي امارت له چارواکو سره د هغو آسانتیاوو په اړه خبرې وکړي، چې آلماني ډیپلوماتانو څو ورځې مخکې په یوه ورځني سفر کې پرې د اسلامي امارت له مشرانو سره خبرې کړې دي.
راپور زیاته کړې؛ د آلماني حکومت تګلاره دا ده، چې له اسلامي امارات سره د اړیکو آسانتیاوې برابرې کړي او پدې توګه خلکو ته نورې ډېرې بشري مرستې شونې کړي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دی به د افغانستان له اسلامي امارت سره د اړیکو د تازه کولو دنده هم پر غاړه ولري.
اسلامي امارت د اګست پر ۱۵ د کابل له نیولو سره د افغانستان واک بېرته ترلاسه کړ؛ خو ورسره اړوند سفارتي او بشري اړیکې هم ودرېدې.
سربېره پر دې کابل ته د اسلامي امارت له راتګ سره د بهرنیو ځواکونو وتل نه یوازې ګډوډ شول، بلکې ورسره خونړۍ پېښې هم رامنځته شوې.
د راپور له مخې، د اسلاميۍ امارات لخوا د صادر شویو پاسپورټونو د پېژندلو مسله هم په اجنډا کې ده.
دا به د هغو افغانانو لپاره هم د وتلو کار آسانه کړي، چې د آلمان له اردو یا سیمه ییزو ادارو سره یې کار کړی دی.