تازه خبرونه

جرمني د کال ۵۰۰۰ افغان کډوال په پام کې لري

Published

on

د جرمني شپیګل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دې هېواد کورنیو چارو وزارت غواړي په کال کې تر ۵۰۰۰ پورې افغان کډوال ومني؛ خو اوس هم پدې پلان بحثونه روان دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت دغه څرګندونې د آلمان د پارلمان د یوې پوښتنې په ځواب کې شوي. په پوښتنلیک کې راغلي، چې دا شمېر عملي دی.

د آلمان فډرالي حکومت په خپل ائتلافي تړون کې له دې سره هوکړه کړې، چې موخه ترې هغه خلک دي لکه خبریالان او ښوونکي، چې ژوند یې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له خطر سره مخ دی؛ په آلمان کې ومنل شي.

دا لومړی ځل دی، چې په دې برخه کې ځانګړی شمېر خپریږي. د آلمان په پارلمان کې د آلمان د زرغون ګوند غړې جولیان پالک ویلي؛ مدني ټولنو لکه د کابل هوايي پل یوازې له ۳۰۰۰ څخه د ډېرو خلکو ملاتړ خپل کړی، چې په لسګونه زره یې له خطر سره مخ دي. هغې غوښتنه وکړه، چې د هغو کسانو کورنۍ، چې په خطر کې دي باید ومنل شي.

پالکا څرګندوي؛ د دې پلان د اندازې په اړه د کورنیو چارو له وزارت سره خبرې روانې دي. په ښکاره ډول اوسمهال اصلي مسله دا ده، چې څوک باید له خطر سره مخ د کورنۍ غړي وګڼل شي. دغه راز ویل شوي، چې د کورنۍ د تعريف پر بنسټ دغه پروګرام په ټوليزه توګه له سل زرو ډېرو کسانو ته رسېدى شي.

په آلمان کې د کورنۍ لومړۍ درجې په غړیو کې مو و پلار او د دوی ماشومان، چې له ۱۸ کلونو لږ عمر ولري؛ د کورنۍ غړي شمېرل کیږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې اوسمهال د دې پروګرام پر مهمو برخو کار روان دی.

Trending

Exit mobile version