تازه خبرونه

جرمني له افغانستان سره دوه سوه پنځوس میلیون یورو مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نن(سه شنبه د لړم ۲۷ مه) د جرمني او افغانستان تر منځ تړون لاسلیک شو چې له مخې به یې جرمني له افغانستان سره دوه سوه پنځوس میلیونه یورو مرسته کوي.

د مالیې سرپرست محمد عمر زاخیلوال وايي چې د جرمني دغه وړیا مرستې به د ښې حکومتدارۍ، پوهنې، انرژۍ، سړکونو او روغتونونو په جوړلو ولګول شي.

د المان د اقتصاد  او پرمختیايي چلارو وزیر ګرد مولر وايي چې افغان حکومت ته په کار ده چې په ځای د مرستو لګولو لپاره له اداري فساد سره جدي مبارزه وکړي.

ښاغلي مولر زیاته کړه:” موږ له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو. موږ له نوي حکومت څخه غواړو چې له ستونزو سره کلکه مبارزه وکړي.”

له امریکا او بریتانیا وروسته جرمني دریم هیواد دی چې له افغانستان سره ډيرې مرستې کوي. د مالیې وزارت مسولین وايي جرمني له دوه زره دویم میلادي کال راهیسې له افغانستان سره درې میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

دغه هیواد ژمنه کړې چې په راتلونکې به هم له افغانستان سره یو نیم میلیارد ډالره مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version