تازه خبرونه
جرمني په بلخ ولایت کې خپله قونسلګري وتړله
د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې د ناکراریو له زور اخیستنې سره همهاله د آلمان کونسلګري هم وتړل شوه.
رویټرز د یوه ډیپلومات د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ پرون سې شنبه د چنګاښ ۱۵ په مزارشریف ښار کې د جرمني قونسلګري وتړل شوه.
دغه راز په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون ویلي وه، چې په مزارشریف ښار کې د دې هېواد قونسلګري د امنیت د خرابیدونکي وضعیت له کبله وتړل شوه.
له دې مخکې په مزارشریف کې د پاکستان، ترکیې او ایران قونسلګرۍ تړل شوې وې او د دې هېوادونو ډیپلوماټان هم له مزارشریف څخه کابل ته لېږدول شوي دي.
د مرکزي آسیا هېوادونو لکه ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان هم ویزې ځنډولې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دوه لسیزو وروسته تېره اوونۍ له افغانستان څخه آلماني سرتېري وتلي دي.
