تازه خبرونه

جرمني به افغانستان ته نور سرتېري ونه لیږي- انگلا میرکل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د جرمني لومړۍ وزیرې ویلي، چې که متحدین افغانستان ته د نورو سرتېرو د لیږلو په تړاو د امریکا غوښتنه  منظور هم کړي؛ جرمني به  نور سرتېري دې هېواد ته ونه لیږي.

افغانستان د نړۍ څلورم ناامنه هېواد دی، چې نه یوازې يې حکومت له شاوخوا شل ترهګرو ډلو سره په جګړه کې دی، بلکې د دې جغرافیې پیچلې جګړه هره ورځ نوی بڼه هم خپلوي.

له همدې کبله افغان حکومت وایي، چې اړتیا ده، چې نور بهرني سرتېري هم افغانستان ته راشي؛ خو جرمني علاقه نه لري، چې افغانستان ته نور سرتېري ولیږي.

د آلمان لومړۍ وزیره انگلا میرکل وایي؛ زه غواړم، چې واضح ووایم که امریکا  له داعش او نړیوالې ترهګرۍ سره په مبارزه کې د نورو سرتېرو غوښتنه هم وکړي، د آلمان اوسنی پوځي فعالیت به همداسې روان وي؛ خو د کشفي الوتکو عملیات به پراخ نه شي.

جرمني افغانستان ته د نورو سرتېرو لیږلو ته علاقه نه ښکاره کوي؛ خو د ناتو سرمنشي بیا د متحدانو د همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کوي.

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرگ وایي، تر څو راتلونکیو اوونیو به افغانستان ته د نورو سرتېرو پر لیږلو پرېکړه وشي. که په دې اړه پرېکړه وشي، مونږ به له ټولو متحدینو څخه د سرتېرو غوښتنه وکړو.

هغه دا ټینګار هم کوي، چې ناتو به جګړییز ماموریت کې شامل نه شي.

دغه راز استرالیا افغانستان ته د نورو سرتېرو پر لیږلو غور کوي. د دې هېواد لومړی وزیر  وایي؛ هېواد به یې د ناتو دا غوښتنه، چې افغانستان ته نور سرتېري ولیږي، په پام کې ونیسي.

د دغه هېواد لومړي وزیر مالکولم ترنبیل په ډاګه ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې له  پوځي فعالیتونو سره مینه لري او غواړي پوځي هڅې یې  پراخه شي او د طالبانو او داعش خلاف مبارزه کې افغان ځواکونه جوګه کړي.

په داسې حال کې، چې په شمال کې جګړو زور اخیستی؛ خو جرمني ټینګار کوي، چې د شمال امنیت دې بشپړ تضمین شي.

د نوموړې په وینا؛ مونږ د افغانستان د جګړې لومړۍ کرښې ته  نور سرتېري نه لیږو؛ خو دا ډېره مهمه ده، چې په شمال کې بشپړ امنیت تضمین شي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي ځواکونو سپينې ماڼۍ ته وړاندیز کړی، چې افغانستان ته نور سرتیري ولیږي او تر څنګ یې افغان ځواکونه هم مسوولیت خپل کړي؛ خو واشنګتن تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version