تازه خبرونه

جلالي: د ولسمشر او اجراییه رییس د صلاحیتونو نه معلومول به هېواد له کړکیچ سره مخامخ کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي خبرداری ورکوي چې که د ملي یووالي د حکومت د سیاسي هوکړه لیک له مخې تر یوه کال پورې د ولسمشر او اجراییه رییس د صلاحیتونو د تثبیت لپاره لویه جرګه جوړه نه شي، هېواد به له سیاسي کړکیچ سره مخامخ شي.

دی همدا راز وایي، څو پورې چې افغان ځواکونه د وسلوالو خلاف تهاجمي عمل ونه کړي، افغان دولت به د ترهګرو خلاف مبارزه کې د جګړې نوښت په لاس ونه لري.

علي احمد جلالي چې اوس د امریکا د ملي دفاع په پوهنتون کې استاد دی، وایي که لویه جرګه جوړه نه شي د داعش د فعالیت لپاره هم زمینه برابره شی.

ښاغلی جلالي همدا شان زیاتوي چې وسلوال مخالفین د جګړې نوښت په لاس کې لري.

ښاغلی جلالي وایِ چې په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت هیڅ بدیل نشته، او باید ثبات ته د رسېدو لپاره ټول امکانات که داخلي دي، که بهرني په کار واچول شي.

 

Trending

Exit mobile version