تازه خبرونه

جمعه ګل همت د کابل امنیه قومندان وټاکل شو

Published

on

Last Updated on: وږی ۴, ۱۳۹۹

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د دوشنبې پر سهار منلې، چې پاسوال جمعه ګل همت د کابل د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.      

پاسوال همت په پلازمېنه کې د ناامنیو له ډېریدو وروسته د امان الله توحیدي ځایناستی ټاکل شوی، چې یو تجربه لرونکی پولیس دی.

هغه مخکې د کونړ او هلمند د پولیسو مشر و او په دې وروستیو کې د بادغیس والي ټاکل شوی و، چې د دغه ولایت د اوسیدونکیو له مخالفت سره مخ شو.

توحيدي هم د روان کال په اپريل کې د مل پاسوال سيد محمد روشنديل پرځای ټاکل شوی و.

ښاغلی توحیدي په پلازمېنه کابل کې د توغندیزو بریدونو، نښلیدونکیو ماینونو او چاودنو له ډېریدو وروسته له دندې لرې شو.

د شنبې پر ورځ، د دفاع وزارت یو ډګروال او د هغه موتر چلوونکی د ناڅرګندو وسلوالو لخوا د کابل د اتمې حوزې په کارتې نو سیمه کې ووژل شو.

په همدغه ورځ لږ تر لږه پېنځه مقناطیسي یا نښلیدونکي ماینونه وچاودیدل، چې له کبله یې یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شول.

یوه اوونۍ مخکې د سولې مرکچي پلاوي پرغړې فوزیه کوفي د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې له وسلوال برید روغه ووته.

تېره چارشنبه  په کابل کې د پوهنې وزارت د علمي شورا مشر عبدالباقي امین د مقناطیسي ماین پر چاودنه ووژل شو.

دا پېښه پر کابل له توغندیز برید یوه ورځ وروسته رامنځته شوه، چې په کې درې کسان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان دي.

 د کابل ښاریان د ناامنیو او په کابل کې د مقناطیسي ماینونو د چاودنې له کبله اندېښمن دي او وایي امنیتي چارواکي د ښاریانو په ساتنه کې پاتې راغلي دي.

د پنجشنبې پر ورځ ولسمشر محمد اشرف غني په پلازمېنه کابل کې د امنیت په اړه له امنیتي چارواکو سره وکتل او هغوی ته یې لارښوونه وکړه، چې د ښار د امنیت خوندي کولو لپاره پوره او ډاډمنې هڅې تر سره کړي.

ولسمشر د کابل امنیه قومندان ته هم لارښوونه کړې، چې “له قانون ماتوونکیو سره جدي چلند وکړي او له هغو کسانو سره، چې د امنیتي پروګرامونو د پلي کولو مخنیوی کوي؛ مخه ونیسي.

Trending

Exit mobile version