تازه خبرونه
جمعیت اسلامي د عطامحمد نور په اړه د ولسمشر پرېکړه وغندله
د ولسمشر له لوري د بلخ والي د استعفا له منظورۍ وروسته د افغانستان جمعیت اسلامي د رهبرۍ شورا دغه پرېکړه د یوې اعلامیې په ترڅ کې بېړنۍ، نامسوولانه او د هېواد د ثبات او امنیت مخالفه ګڼي او هغه یې غندلې ده.
د دغه ګوند د رهبرۍ شورا په اعلامیه کې راغلي، چې د بلخ والي عطامحمد نور او د افغانستان جمعیت اسلامي د اجرائیه رییس د استعفا په اړه د ولسمشر پرېکړه د ملي وحدت حکومت له هوکړې هم ښکاره سرغړونه ده.
دغه ګوند په ډاګه کړې؛ دا، چې د جمعیت اسلامي رییس په رسمي سفر له هېواده بهر تلی او د رهبرۍ شورا یو شمېر نور غړي هم په کابل کې نشته، نو د هغو له راتګ سره سم به په دې اړه ځانګړی دریځ څرګند شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ سرپرست ویاند د بلخ والي عطامحمد نور د استعفا له منظورۍ خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې انجینیر محمد داوود د بلخ د نوي والي په توګه غوره شوی دی.
ویل کیږي، چې د بلخ نوی والي انجنیر داوود هم د جمعیت اسلامي غړی او د ښاغلي نور نږدې ملګری دی.
د دغه ګوند یو شمېر غړیو تېره ورځ ګواښ کړی و، چې د ولسمشر غني په ګډون هیڅوک د بلخ والي عطامحمد نور له دندې ګوښه کولی نشي.