بی بی سی پښتو
جمهوریپالې غړې کانګرس ته د وسلې وړلو ژمنه کړې
د کانګرس نوې ټاکل شوې غړې لورېن بوبرټ ژمنه کړې چې واشګټن ته د خپلې دندې د ورتګ پرمهال به “ګلوک” ډوله توپانچه ورسره وړي.
نوموړې دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ پر ټویټر په یوه وېډیو کې کړې، چې واشنګټن ښار ته تر تلو مخکې یې لاس کې یوه توپانچه نیولې ده.
هغې په دې وېډیو کې – چې تر دوه میلیون ډېر ځله لیدل شوې، ویلي “پلازمېنه واشنګټن او کانګرس ته به دا وسله راسره یوسم”.
خو د ښار د پولیسو مشر ویلي، غواړي له اغلې بوبرټ سره د وسلې وړلو د ټینګو قوانینو په اړه وغږېږي.
بوبرټ په کولوراډو کې یو خوړنځی هم لري، چې خپل کارمن په ښکاره د وسلو ګرځولو ته هڅوي، لکه څنګه چې ددې ایالت په قانون کې اجازه ورکړل شوې ده.
- امریکا کې د وسلو او جرمونو په اړه لس حقیقتونه
- ولسي جرګې د وسلو ساتلو او کارولو قانون تائید کړ
- فلوريډا کې د وژل شويو زده کوونکو کورنیو لاریون کړی
- د امریکا روغتون کې برید پولیس او روغتیاپال هم وژلي
د نومبر ټاکنو کمپاین پرمهال د وسلې ګرځولو د حق قضیه د هغې د کمپاین اصلي مسله وه.
بوبرټ په وېډیو کې وایي: “که څه هم زه د امریکا یوه تر ټولو ډېر لېبرال ښار کې کار کوم، خو له خپلو حقونو تېرېدل نه منم”.
“د یوې پنځه فوټه دنګې او ۱۰۰ پونډه وزن لرونکې ښځې په توګه مې په قانوني ډول د خپل ځان دفاع غوره وبلله، ځکه چې د خپل امنیت ساتلو ته ځان غوره ګڼم”.
خو پولیسو ژر غبرګون وښود. د واشنګټن د پولیسو مشر رابرټ کونټي خبریالانو ته وویل: “د کانګرس دا غړې به کټ مټ له هغې سزا سره مخامخ شي لکه د پلازمېنې پر واټ چې کوم بل څوک نیول کېږي او وسله ورسره وي”.
د امریکا د اساسي قانون له مخې، خلکو ته د وسلو ساتلو او ګرځولو حق ورکړل شوی، خو د هر ایالت قانون جلا دی.
د کانګرس غړو ته په خپلو دفترونو کې د وسلو ساتلو او پلازمېنې واشنګټن کې د ګرځولو حق ورکړل شوی.
خو د ښار په واټونو کې د وسلې ګرځولو اجازه باید واخیستل شي او د نورو ایالتونو وسلې باید له سیمه ییزو چارواکو سره ثبت شي.
تېره میاشت، د مشرانو جرګې یوې ډلې ډیموکراټو غړو یو نوی قانون وړاندیز کړی، چې د کانګرس غړو ته د اوسني قانون سختول پکې غوښتل شوي وو.