تازه خبرونه
جمهوریت او ټاکنې مو سرې کرښې دي- اشرف غني
دا په داسې حال کې ده، چې اشرف غني او ملګري یې په ښکاره د سولې بهیر مخالفت کوي او طالبان د ولسمشرۍ ټاکنې د جګړې د دوام په معنا بولي او اوسنی سیاسي نظام هم نه مني؛ خو اشرف غني د ټاکنو په لټه کې دی او د جمهوریت سیاسي نظام هم سره کرښه ګڼي، چې معامله پرې نه کیږي.
د دولت جوړوونکې ډلې مشر اشرف غني څرګنده کړې، چې د سولې له هوکړې وروسته د لیږد پړاو مني؛ خو په دې شرط، چې طالبان د سولې هوکړې لپاره، د جمهوریت سیاسي نظام او ټاکنې ومني.
د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې د لومړي مرستیال امرالله صالح د ټینګار له مخې؛ د طالبانو مشران د خبرو او مذاکراتو توان نلري.
دولت جوړونکې ډله طالبانو ته د سولې د خبرو په پنځ(اوج) کې د کنایې په ژبه یو لړ پیغامونه وړاندې کوي.
د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې دوه یم مرستیال سرور دانش هم د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنې د امارت او جمهوریت سیاسي نظام تر منځ د ټاکلو آزموینه بولي.
د سولې خبرو تر څنګ دولت جوړونکې ډله په خپل ټاکنیز کمپاین کې تل ټینګار کوي، چې په ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته به د دوی په خبره د زورواکو او امتیاز اخیستوونکیو ټغر ټول کړي او د واک په وېش کې به د سهامي شرکت دروازه هم تړلې وساتي.