سیمه ییز خبرونه
جنرال جان الن خپله څوكۍ جنرال جوزف دانفورد ته وسپارله
په افغانستان كې د ناټو جگپوړي قوماندانان وايې، دوی د وېره اچوونكو پر وړاندې برياليتوب ته نږدې شوي دي. د نړيوالو ځواكونو پخواني قوماندان جنرال جان الن په كابل كې خپل نوي سيال ته د مسئوليتونو د سپارلو پر مهال وويل، اوس افغان ځواكونو د دې وړتيا پیدا كړې، چې له اورپكو سره جگړه وكړي.
جنرال جان الن په افغانستان كې له نولسو مياشتو را هيسې د نړيوالو ځواكونو د قوماندان په توگه خپله څوكۍ جنرال جوزف دانفورد ته وسپارله.
څلور ستوريز جنرال جوزف دانفورد په افغانستان كې د ناټو ځواكونو وروستى قوماندان دى.
افغان ځواكونو ته په ټول هيواد كې د امنيتي چارو ليږد او د بهرنيو ځواكونو له وتو څخه څارنه به د دغه نوي قوماندان عمده او ستر مسئوليتونه وي.
په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو پخوانى قوماندان جنرال جان الن د اورپكو پر وړاندې د مبارزې څرنگوالى له هيلو ډك بولي او وايې:
اوس افغان ځواكونو دا وړتيا موندلې، چې له وېره اچونكو سره مقابله وكړي او د مسئوليتونو د ليږد پروسه هم په ښه توگه روانه ده.
همدارنگه نوموړی زیاتوي فكر كوم اوږده لار مو وهلې ده، څو هغو شرايطو ته ورسيږو، چې ترهگرۍ ضد د عملياتو بريا او په افغانستان كې د ښې حكومت دارۍ او اقتصادي ودې ته لاره هواروي.
له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د امريكايي سرتيرو پاتې كیدل بل مورد وو، چې د امريكايي جنرال له خوا ورته اشاره وشوه.
د امريكا د لوی درستيزانو د كميټې مشر جنرال مارتين ډيمپسي وويل:
ډاډ من دى، چې امريكايي ځواكونه له ۲۰۱۴ كال وروسته د خپل درې پړاويز ماموريت د بشپړولو لپاره په افغانستان كې پاتې كيږي.
نوموړی همدارنگه زیاته کړه، چې د مسئوليتونو د لیږد پروسه دوام لري، درې مورده په خپل ماموريت كې په پام كې لرو. لومړى د ليزبون د تړون د هوكړو عملي كول د شيكاگو د ناستې په تړاو. په دويم قدم كې له افغانستان څخه د امريكايي ځواكونو وتل د هغوی له تجهيزاتو سره او له ۲۰۱۴ كال وروسته له افغان ځواكونو څخه ملاتړ زمونږ نور پروگرامونه دي. اوس امريكايي، ناټو او افغان ځواكونه خپلې گډې ژمنې په افغانستان كې تعقيبوي.
له همدې سره د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي له ۲۰۱۴ كال وروسته د ټول افغانستان د امنيت د ټينگولو لپاره د افغان امنيتي ځواكونو له چمتوالي ډاډ وركړ.
دغه لوړ پوړي افغان چارواكي يو ځل بيا له پاكستان څخه وغوښتل، چې له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه كې ريښتني گامونه پورته كړي.
په افغانستان كې د اېساف او ناټو ځواكونو نوى قوماندان جنرال جوزف ډانفورډ په افغانستان كې په داسې حال كې خپل ماموريت پيلوي، چې په دغه هيواد كې د بهرنیو ځواكونو د یوولسو كالونو حضور وروسته هم نا امنۍ په خپل ځاى پاته ده او ويل كيږي، چې د دغو نا امنيو ځاله جوړونكى پاكستان دى.
