سیمه ییز خبرونه

جنرال جوزف دانفورد : د افغان ځواكونو د تلفاتو زياتوالى جدي مسئله ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د ناټو عمومي قوماندان د جګړې په مېدان كې د افغان ځواكونو د مرګ ژوبلې د زياتېدو خبر وركوي. جنرال جوزف دانفورد وايي، چې ناټو به تر راتلونكو پنځو كلونو پورې د افغان ځواكونو ملاتړ ته ادامه وركړي تر څو لا پياوړي شي.

په پام كې ده، چې تر راتلونكو دريو مياشتو پورې افغان امنيتي ځواكونه په افغانستان كې د جګړې رهبري په غاړه واخلي او له هغې وروسته به دغه ځواكونه د ټاكنو او له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په شان ننګونو سره مخ شي.

اوس مهال افغان پوليس او ملي اردو د اتيا سلنه پوځي عمليات رهبري كوي، خو په دغو عملياتو كې د مرګ ژوبلې د كچې زياتوالي يو لړ اندېښنې را پارولي دي.

په افغانستان كې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جوزف دانفورد له ګارډين ورځپاڼې سره په خبرو كې د افغان امنيتي ځواكونو د تلفاتو د كچې لوړېدل يوه جدي خبردارۍ بللى دى.

نوموړی همدارنګه وایی، زما په نظر د افغان ځواكونو د تلفاتو زياتوالى جدي مسئله ده، خو دوام به پېدا نه كړي. دا په دې معنا نه ده، چې افغان ځواكونه ناتوانه دي، خو اړتيا ليدل كېږي، چې ناټو بايد تر راتلونكو پنځو كلونو پورې افغان امنيتي ځواكونو ته روزنه وركړي.

له بلې خوا واشنګټن پوست ورځپاڼې ليكلي، چې په تېره يوه اوونۍ كې د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې شاوخوا سل كسان وژل شوي دي.

د دغې ورځپاڼې په حواله دا كسان د وسله والو مخالفينو د ماينونو په چاودنو او وسله والو بريدونو كې وژل شوي دي.

په همدې حال كې د كورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب دانش د افغان ځواكونو د تلفاتو زياتوالى مني او زياتوي، چې د دې له امله د افغان ځواكونو تلفات زيات شوې، چې دوى د جګړې په اوله ليكه كې جنګېږي.

اوس مهال شاوخوا درې سوه پنځوس زره افغان امنيتي ځواكونو له وسله والو طالبانو سره په نښته كې ښكېل دې خو ورځ تر بلې د جګړې او تاوتريخوالي زياتېدو د افغان پوځي كارپوهانو تر مېنځ هم اندېښنې را پارولي دي.

وېل كېږي، چې وسله والو طالبانو د پاكستان د جاسوسي شبكې په مرسته غواړي، چې له افغانستان څخه د بهرينو ځواكونو د وتلو او د ټاكنو دنېټې په رانيږدې كېدو سره جبهه یی جګړې پېل كړي او د افغان ځواكونو پياوړتياوې له پوښتنو سره مخ كړي.

Trending

Exit mobile version