تازه خبرونه
جنرال قمر جاويد باجوه د پاکستان د پوځ نوی مشر ټاکل شوی
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف ډګرجنرال قمر جاويد باجوه د دغه هېواد د پوځ نوی مشر ټاکلی دی.
د پاکستان لومړي وزير د دفتر له خوا د شنبې په ورځ یوه خبرپاڼه خپره شوې، چې له مخې یې د دغه هېواد ولسمشر ممنون حسين د لومړي وزير پر مشوره جنرال قمر جاويد باجوه د پوځ مشر او جنرال زبير محمود حيات د پوځ د لوی درستيزانو د کمیتې د مشر په توګه ټاکلي دی.
جنرال قمر جاويد باجوه او جنرال زبير محمود حيات به د روانې مياشتې نومبر له نهه ویشتمې نېټې وروسته خپلې دندې پيل کړي او پر همدغه ورځ به جنرال راحيل شريف ګوښه او تقاعد شي.
د پاکستاني سرچینو په حواله، د پاکستان د اساسي قانون له مخې د وسلوالو پوځونو د مشرانو د ګمارنې واک لومړی وزیر لري.
جنرال قمرجاوید د پاکستان په وسلوال پوځ کې څلورم نمبر لوړ پوړی افسر دی، چې په دغه هېواد کېبه یې د پوځ د مشرۍ موده ۴کاله وي.
ویل کیږي، چې د دغو دواړو مشرانوپه وړاندې یو لړ سیمه ییزې ننګونې هم شته، چې راټوکیدلی او ان پر تاوتریخوالی اوښتې دي.