تازه خبرونه

جنرال محمد اکرم: د پنجابي طالبانو د مشر خبرې د پاکستان د څارګرې ادارې پروګرام دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي اردو د لوی درستیز مرستیال وایي، د پنجابي طالبانو د مشر خبرې، چې په افغانستان کې د جګړې د دوام په اړه شوي، د دغه هېواد د بې ثباته کولو لپاره د پاکستان د څارګرې ادارې پروګرام دی.

د پنجابي طالبانو مشر څو ورځې مخکې ویلي وو، چې وروسته له دې به پاکستان کې جګړه دروي او د جهاد لپاره به افغانستان ته ځي.

د مارشال فهیم د دفاعي پوهنتون افسرانو ته په خپلو خبرو کې د ملي اردو د لوی درستیز مرستیال جنرال محمد اکرم د پنجابي طالبانو د مشر پر دغو خبرو غبرګون وښود.

هغه وویل، دا ډول خبرې او پلانونه د افغانستان د ناامنه کولو لپاره د پاکستان د څارګرې ادارې پلانونه او پروګرامونه دي، خو دوی د هر بهرني تېري او اقدام د دفاع لپاره چمتووالی لري.

نوموړي پاکستان د افغانستان تاریخي دښمن یاد کړ او ویي ویل، چې د طالبانو پر خلاف د پاکستاني ځواکونو ټول عملیات د دې لپاره تر سره شوي، چې طالبان افغانستان ته وشړي.

هغه زیاته کړه، چې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر خلاف د پاکستاني پوځيانو د څو میاشتې مخکې پوځي عملیات د همدې پروګرام یوه برخه وه.

د ملي اردو د لوی درستیز مرستیال همدارنګه وایي، د تېر کال د ورته مودې په پرتله سږ کال د ملي اردو مرګ ژوبله دوه برابره زیاته شوې ده او دلیل یې دا دی، چې دغه ځواکونه د ټولو عملیاتو مشري پر غاړه لري.

Trending

Exit mobile version