تازه خبرونه

جنرال میلر د پروان له سیلاب ځپلیو سیمو لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۷, ۱۳۹۹)

د پرېکنده ملاتړ ماموریت عمومي قومندان سکات میلر له سیلابونو څخه د رامنځته شوي زیان د ارزولو لپاره پروان ولایت ته سفر کړی، چې له سل ډېر کسان په کې مړه شوي دي.

جنرال میلر له اغېزمنو سیمو څخه د لیدنې پرمهال ویلي: زه د پروان خلکو ته، چې خپل عزیزان او کورونه یې له لاسه ورکړي؛ خپله خواشیني وړاندې کوم.

ناتو په ډاګه کړې، چې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه له ناورین ځپلیو سره مرستې ته چمتووالی لري.

د ناتو په خبرپانه کې راغلي: افغان ځواکونه د بیارغونې، لټون، ژغورنې او له خاورو څخه د مړیو د راایستلو چارې تر سره کوي.

سربېره پردې ناتو له قربانیانو سره د مرستې لپاره په زرګونه کڅوړې خواړه، د اوبو بوتلونه، طبي سامانونه او کمپلې پر سیلاب ځپلیو هم وېشلي دي.

جنرال میلر، د ملي دفاع وزارت له چارسمبالي اسدالله خالد او د سیمه ییزې خپلواکې ادارې له مشر صمیم کټوازي سره په ګډه له پروان ولایته لیدنه کړې، چې د زیانونو ارزونه وکړي او ځایي مشرانو ته یې هم ډاډ ورکړي، چې دوی به هغه ملاتړ ترلاسه کړي، چې په بحران کې ورته اړتیا لري.

میلر په افغانستان کې د امنیت پر خوندي کولو سربېره د افغان ځواکونو د قربانیو له امله هم مننه وکړه او وایي: زه تل طالبانو ته وایم؛ زه نړۍ ته وایم، چې تاوتریخوالی باید کم شي، ځکه د افغانستان د خلکو لپاره یوه اړینه اړتیا ده.

Trending

Exit mobile version