تازه خبرونه

جنرال رازق پرېکنده ملاتړ ځواکونو ندی وژلی-عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس د کندهار ولایت د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په وژلو کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو لاس لرل رد کړل.

اجرائیه رییس عبدالله، چې د دوشنبې پر ورځ( د تلې۳۰ ) وزیرانو شورا ته په وینا کې دا ادعا، چې(  جنرال رازق پرېکنده ملاتړ ځواکونو ترور کړی) رد کړې او دا یوه آوازه ګڼي، چې د (جنرال عبدالرازق قاتلانو) د خلکو له احساساتو سره د لوبې کولو لپاره خپره کړې ده.

هغه څرګنده کړې، چې: (دا آوازې نه یوازې د افغانستان د خلکو اذهان مغشوشوي، بلکې د هېواد راتلونکی هم  له خطر سره مخ کولی شي. نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ولاړه ده او پرېکنده  ملاتړ ماموریت ځواکونه زمونږ امنیتي او دفاعي ملاتړ کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د خلکو دښمنان هغه کسان دي، چې د طالبانو په ګټه څرګندونې کوي او یا له هغو ملاتړ څرګندوي.

د یو شمېر څرګندونو له مخې؛  تېره پنجشنبه(د تلې ۲۶) د یوه بریدګر په وسلوال برید کې د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق په ګډون د دغه ولایت د امنیت رییس جنرال مومن حسین خېل ووژل شول.

دغه راز په دې برید کې د دوه بهرنیو سرتېرو په ګډون د دغه ولایت والي زلمي ویسا او څو نور سیمه ییز چارواکي ټپیان شول.

د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي په ډاګه کړې، چې پر جنرال رازق د برید په تور ۱۵ کسان نیول شوي او ترې څېړنې روانې دي.

د جنرال عبدالرازق اڅکزي له ترور وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې آوازې خپرې شوې، چې ګویا پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونه په دغه وژنه کې لاس لري. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

جنرال رازق د هېواد په جنوب کې یو ځواکمن قومندان و؛ له دې مخکې هم پرې څو ځانمرګي بریدونه تر سره شوي وه، چې دی ترې روغ رمټ وتلی و.

ویل کیږي، چې په کندهار ولایت کې د پنجشنبې پر ورځ د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو له قومندان سکات میلر سره له یوې امنیتي ناستې وروسته په هغه برید کې ووژل شو، چې د دغه ولایت د والي زلمي ویسا د یوه ساتونکي لخوا پرې تر سره شوی دی.

Trending

Exit mobile version