تازه خبرونه

جنرال مک ماستر د وضعیت څېړلو لپاره افغانستان ته سفرکوي- ترمپ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د ناتو له سرمنشي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې افغانستان ته د خپل ملي امنیت سلاکار له سفرکولو خبر ورکړ.

دا له کله، چې ترمپ د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې؛ افغانستان ته د یوه جګپوړي امریکایی چارواکي لومړنی سفر دی.

امریکایی رسنيو ویلي؛ دغه امریکایي چارواکی به وڅېړي، چې آیا افغانستان ته د نورو  سرتېرو لیږلو ته اړتیا شته؟

د امریکا ولسمشردونالد ترمپ په ډاګه کړې، چې زه جنرال مک ماستر افغانستان ته لیږم، چې مونږ، افغان همکاران او د ناتو متحدین مو څرنګه کولی شي، چې پرمختګ وکړو.

د ناتو سرمنشي د افغانستان ماموریت د ترهګرۍ پر وړاندې په نړیواله مبارزه کې کلیدي همکاري یادوي.

د ناتو سرمنشي په سپینه ماڼۍ کې له ښاغلي ترمپ سره خبري غونډې ته په وینا کې وویل، د افغانستان ماموریت د نړیوالې ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د سترې ونډې ښودونکی دی.

د ناتو سرمنشي ینس استولتنبرگ وایي؛ مونږ د خپلو سرتېرو که ښځې دي او یا نرینه له سرښندنو منندوی یو، چې په سختۍ سره یې پرمختګونه تر لاسه کړې او ترې ساتنه کوي. مونږ د هغوی له قربانیو یادونه کړې. همدا اوونۍ یو امریکایی سرتېری له داعش سره په مبارزه کې هم ووژل شو. زمونږ ماموریت  په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې  ستره ونډه ده.

سپینه ماڼۍ وایي؛ د افغانستان په تړاو د امریکا تګلاره تر څېړنې لاندې ده، چې د امریکا د راتلونکیو پلانونو لپاره لاره پرانیزي.

د امریکا د ولسمشر سلاکار جیمز برادي په ډاګه کړې، چې مونږ په افغانستان کې خپلې تګلارې تر څېړنې لاندې راوستي دي. مونږ له جنرال نیکلسون سره په مشوره کې ګام اخلو. له هرې پرېکړې مخکې په افغانستان کې د سرتېرو د کچې په تړاو مشوره کوو.

په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نکلسون د فبرورۍ په میاشت کې د متحده ایالاتو د سنا د وسلوالو خدماتو د جرګه ګۍ په استماعیه غونډه کې ویلي وه، چې د افغانستان جګړه د “بندون” په حالت کې ده او د دې حالت د بدلون لپاره زرګونه سرتېرو ته اړتیا لري.

دا مهال امریکا په افغانستان کې اته زره څلور سوه سرتېري لري او د ناتو د نورو غړیو هېوادونو پېنځه زره سرتېري هم په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت په اډانه کې برخه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د سپینې ماڼۍ په وینا؛ د امریکا دولت د افغانستان په اړه  نوې تګلاره څېړي، چې د امریکا د نورو پروګرامونو لپاره د لار پرانیستو زمینه برابره کړي.

خبریاله: نذیره کریمي

Trending

Exit mobile version