تازه خبرونه

جنرال مراد د کابل ګارنیزون د قومندان او د دفاع وزارت امنیتي مرستیال وټاکل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د شنبې پر ورځ ( د چنګاښ ۲) جنرال مراد علی مراد د کابل ګارنیزون د عمومي قومندان او د دغه ولایت په امنیتي چارو کې د دفاع وزارت د مرستیال په توګه وټاکل شو.

د افغانستان ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي د شنبې پر ورځ په یو لړ مراسمو کې دغو دندو ته د نوموړي له غوره کیدو خبر ورکړ.

هغه په بشپړ ټینګار اعلام کړه، چې په دولتي ادارو کې تغییر او بدلون یو معمولي امر دی.

ښاغلی طارق شاه بهرامي وایي، د کابل په نږدې ولسوالیو کې هم امنیت نشته او د قومندان له تبدیلۍ مو  موخه د امنیت تامین او د دولتي حاکمیت ټینګښت دی.

له ده مخکې جنرال افضل امان د کابل ګارنیزیون د عمومي قومندان په توګه دنده تر سره کوله.

د ګارنیزیون پخوانی سرپرست افضل امان په دې  پست کې له خپلو کړنو خوښي څرګنده کړې ده.

مراد علي مراد، چې د کابل ګارنیزیون قومندان ټاکل شوی وایي، ستونزو ته پاملرنه کوي او ژر به یې حل کړي.

ښاغلي مراد دغې دندې ته له غوره کیدو مخکې د کورنیو چارو وزارت له امنیتي مرستیالۍ ګوښه شوی و او پر ځای یې دې دندې ته جنرال اختر ابراهیمي وروپېژندل شو.

د کابل ګارنیزیون د پخواني عمومي قومندان افضل امان د نوې دندې په اړه تر دې دمه څه ندي ویل شوي؛ خو په دولتي ادارو کې ادلون بدلون یوه عادي خبره ګڼل شوې ده.

ویل کبږي، چې په اوسني حکومت کې زیاتره تبدیلیانې د اړیکو او پېژندګلوۍ له مخې کیږي.

Trending

Exit mobile version