تازه خبرونه

جنرال میلر په افغانستان کې د جنرال نیکلسون ځای ناستی شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

جنرال آستین سکات میلر د یکشنبې پر ورځ( د وږي  ۱۱چې د سیپتمبر له ۲ سره برابره ده)په کابل کې په رسمي توګه د غوڅ ملاتړ ځواکونو قومنداني تر لاسه کړه.

د غوڅ ملاتړ ځواکونو د قومندان په توګه د جنرال میلر د پېژندنې دغه مراسم د افغانستان د ولسمشر اشرف غني، کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، د ملي امنیت د مشاور حمدالله محب او د ناتو هېوادونو د سفیرانو  او چارواکو په ګډون ترسره شول.

له جنرال میلر مخکې جنرال جان نیکلسون دوه کاله د غوڅ ملاتړ ځواکونو د قومندان په توګه دنده تر سره کړې ده.

جنرال سکات میلر د امریکایي پوځیانو ۵۷ کلن قومندان دی. دی له دې مخکې هم په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړیو او پلیو ځواکونو قومندان و.

په دغو مراسمو کې جنرال جان نیکلسون وویل: زه ډاډه یم، چې یو شمېر طالبان سوله غواړي؛ خو هغوی هڅول کیږي، چې جګړه روانه وساتي. غواړم طالبانو ته ووایم، چې خپل افغانان مه وژنئ، تاسې خپل مسلمانان مه وژنئ؛ اوس هغه وخت رارسیدلی، چې سوله وکړئ. نړۍ له تاسو غواړي، چې سوله ومنئ او اوربند وکړئ.

هغه زیاته کړې؛ تېروتنه ونکړئ؛ تر هغې، چې تاسې خبرو ته چمتوالی ښکاره کړی نه وي، مونږ به جګړه روانه ساتو. افغان زړور ځواکونه تل زمونږ له ملاتړه برخمن دي.

نوموړي دغه راز ویلي؛ زه د افغانستان له سیاسي مشرانو غواړم، چې دوی باید د سیاست، امنیت او سولې بهیر تر پوښتنې لاندې رانولي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جوزف ووتل ویلي، چې جنرال نیکلسون د پوځي فشارونو تر څنګ د روغې جوړې د زمینې برابرولو لپاره ښه رول ادا کړ.

په افغانستان کې د جنرال جان نیکلسون ځایناستی او د غوڅ ملاتړ ماموریت نوی قومندان جنرال سکات میلر وایي: مونږ باید پر ترورستانو خپل فشارونه روان وساتو او دا ډاډ باید څرګند کړو، چې ترورستان نور نشي کولی نړۍ له افغانستان څخه وګواښي.

نوموړي زیاتږي، چې د روغې جوړې لپاره پوځي فشارونه باید روان وساتل شي، مونږ باید د امنیت خوندي کولو لپاره له خپلو افغان شریکانو سره همکاري وکړو او پوځي وړتیاوې یې لوړې وساتو، چې دوی هم وکولی شي د وسلوالو امن ځایونه ړنګ او ویجاړ کړي.  

هغه دغه راز ویلي، چې پوځي غوراوی د جګړې په ډګر کې زمونږ د تګلارې یوه برخه ده؛ خو مونږ اړ یو، چې سیاسي پرمختګ ته هم لار اواره کړو.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب دا ډاډ څرګند کړ، چې مونږ له تاسې سره ګډ کار کوو او ستاسې لخوا پیل شوې پروژې به روانې ساتو.  

ښاغلي حمد الله محب دا هم وویل، چې: ښاغلیه میلر! مونږ له تاسې سره اوږه پر اوږه د آزادۍ او عدالت د دښمنانو په وړاندې مبارزې ته ولاړ یو. مونږ په ګډه په افغانستان او سیمه کې د ترورستانو امن ځایونه  له منځه وړو.

جنرال میلر په داسې حال کې د افغانستان د جګړې مشري پر غاړه اخلي، چې د اووه لس کلنې جګړې د بريا په اړه اوس هم شکونه پر ځای پاتې دي او د هغه ستر مسووليت به دا وي، چې د امریکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

Trending

Exit mobile version