نړۍ
جنوبي کوریا او امریکا د شمالي کوریا پولې ته څېرمه پوځي روزنیزې هڅې تر سره کړې
د جنوبي کوریا پوځ د پنجشنبې پر ورځ ( د مرغومي ۱۴) څرګنده کړې، چې سیول او واشنګټن له شمالي کوریا سره پولې ته نږدې ګډې پوځي روزنیزې هڅې تر سره کړي، چې خپل ګډ جنګي چمتووالی پیاوړی کړي.
په دغو ګډو روزنیزو هڅو کې، چې د ډسمبر پر ٢٩ (د مرغومي ٨ ) د سويلي کوريا پياده ځواکونو او د امريکا بريد کوونکيو ځواکونو ونډه لرله؛ د سيول د شمال ختيځ د ٤٦ کيلومترۍ د پوچيون په سرحدي ښار کې پيل شوي او تر ننه روان دي.
د جنوبي کوريا پوځ څرګنده کړې، چې دغه پروګرام په نوي کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ لومړنۍ روزنیزې هڅې دي، چې موخه يې د شمالي کوريا د پوځي ګواښونو پر وړاندې د ګډو عملياتي د وړتياوو پياوړي کول دي.
په دغو روزنیزو هڅو کې د جنوبي کوریا او امریکا د وسلو د ۱۱۰سیسټمونو په ګډون د K1A2 ټانکونو، A-19 جنګي الوتکو، سټرایکر زغره والو موټرو او توپخانې سیسټمونو برخه اخیستې وه.
دغه هڅې د A-10 جنګي جټ الوتکو د دقیقې لارښوونې پر هدفونو د برید کولو، د K1A2 ټانکونو د ویشتلو او په ورته وخت کې د ټانکونو او هوایي دفاع سیسټمونو له ویشتلو سره پر نښه شوي.
د همدې راپور له مخې؛ په روانه اوونۍ کې د جنوبي کوریا پوځ د اټمي روزنیزو هڅو او نورو مانورونو پر ترسره کولو د شمالي کوریا سختې نیوکې راپارولې دي.
دغه راز د شمالي کوریا دولتي رسنیو د پنجشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې سویلي کوریا نوی کال د ځان ویجاړونکيو کړنو سره پیل کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د دواړو خواوو ترمنځ د شخړې شونتیا به سږکال تر ټولو ډېره وي.
د جنوبي کوریا پوځ ویلي، د احتمالي پارونو د مخنیوي لپاره یې د شمالي کوریا د اقداماتو څارنه زیاته کړې ده.