نړۍ

جنوبي کوریا د سپيو د غوښې خوړل بندوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۷, ۱۴۰۲)

د جمعې پر ورځ د سویلي کوریا د واکمن ګوند یوه چارواکي ویلي؛ حکومت په پام کې لري، چې د سپيو د غوښې پر خوړلو بندیز ولګوي او د دغه زوړ دود په اړه راپورته شوې ناندرې پای ته ورسوي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ په سویلي کوریا کې د سپيو خوړل له دې هېواده بهر تر نیوکې لاندې دي، خو په کور دننه او په ځانګړي توګه د ځوان نسل له‌خوا یې هم مخالفت مخ پر زیاتېدو دی.

د خلکو ځواکمن او واکمن ګوند د سیاست مسوول یو‌اوی‌دونګ له حکومتي چارواکو سره یوې غونډې ته ویلي؛ اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د سپيو غوښې د خوړلو په اړه ټولنیزو ناندرو ته د پای ټکی کیښودل شي او د مخنیوي لپاره یې ځانګړی قانون تصویب شي.

یو‌اوی‌دونګ زیاته کړې، چې حکومت او واکمن ګوند به سږکال د بندیز پلي کولو لپاره یو قانون معرفي کړي او د دواړو ګوندونو پر ملاتړ باید دا قانون پارلمان ته وړاندې شي.

د کرنې وزیر چانګ هوانګ کیون غونډې ته ویلي، چې حکومت به دا بندیز ژر تر ژره پلی کړي او هغه خلک به له ملاتړ برخمن کړي، چې خپلې اړوند سوداګریزې چارې وتړي.

د سویلي کوریا لومړۍ میرمن کیم کئون د سپيو د غوښو د خوړلو نیوکه کوونکې ده او له خپل میړه ولسمشر یون سوک یول سره به کوڅه ډبي سپي راټول او وروزي.

د سپيو غوښې د خوړلود بندولو طرحې له پخوا راپدیخوا په دې صنعت کې د ښکېلو کسانو د لاریونونو او د بزګرانو او رستورانتونو د مالکینو د اندېښنو له کبله ناکامې شوې دي.

په وړاندیز شوي بندیز کې له سوداګرۍ څخه د دې صنعت د وتلو لپاره یو درې کلن مهلت او مالي ملاتړ په پام کې نیول شوی دی.

د سپيو غوښې خوړل په کوریا کې یو پخوانی دود دی او د دوبي تودوخې ماتولو لپاره د حل د یوې لارې په توګه ورته کتل کیږي.

دا غوښه اوس په سویلي کوریا کې د پخوا پر پرتله ډېر عام خوراک نه‌دی. که څه هم د ځینو زړو او بوډاګانو لخوا خوړل کیږي او په ځینو ځانګړیو رستورانتونو کې ورته د پخولو اسانتباوې برابرې دي.

د سپيو د غوښې احتمالي بندیز د څارویو د حقونو ډلو لخوا له تود هرکلی شوی مخ شوی دی.

د حکومتي څرګندونو له مخې، په سویلي کوریا کې شاوخوا ۱۱ زره ۵۰ پالن‌ځایونه، ۳۴ مسلخونه، ۲۱۹ د وېش شرکتونه او شاوخوا ۱۶۰۰ د سپيو د غوښو رستورانتونه شته دي.

د کوریا ګالوپ د تېر کال نظرپوښتنې وښودله، چې ۶۴ سلنه خلک د سپيو د غوښو له خوړلو سره مخالف دي. دې سروې موندلې، چې یوازې ۸ سلنه ځواب ویونکیو په تېر کال کې سپي خوړلي، چې د ۲۰۱۵ کال پر پرتله ۲۷ سلنه کمی ښیي.

Trending

Exit mobile version