سیمه ییز خبرونه
جهادي قوماندانانو د شهيد د اوونۍ او د احمد شاه مسعود د وژل كېدو دولسم تلين ولمانځه
د كابل د نخبه ګانو شورا د شنبې په ورځ ( د وږي ۱۶ ) د احمد شاه مسعود د وژل كېدو دولسم تلين او د شهيدانو د اوونۍ لمانځنه وكړه. په همدې موخه د جوړې شوې غونډې برخوال وايي، چې د تېرو لس كلونو لاسته راوړنې د افغانستان د شهيدانو د وينو په ارزښت تر لاسه شوي دي.
د ملي شورا يو شمېر غړو، جهادي قوماندانانو او د كابل ښار سلګونه كسانو د شهيد د اوونۍ او د احمد شاه مسعود د وژل كېدو دولسم تلين ولمانځه، د دغې غونډې برخوال كه له يوې خوا د دغې اوونۍ لمانځل يو وياړ بولي له بلې خوا له دولت څخه غواړي تر څو د افغانستان شهيدانو كورنۍ هېرې نه كړي.
د احمد شاه مسعود د بنسټ رئيس احمد ولي مسعود افغانستان د شهيدانو او قهرمانانو هېواد وباله، چې نه يوازې د افغانستان د خلكو وياړ دى بلكې د سيمې يو شمېر هېوادونه هم پرې وياړ كوي، د هغه په وېنا خو په خواشينۍ سره اوس هم يو شمېر كړۍ شته، چې د دسيسو په جوړلو سره غواړي دغه وياړلۍ ملت پرغمل كړي.
په همدې حال كې د مجاهدينو يو شمېر پخوانيو مشرانو پر هغو رسنيو نيوكې وكړې، چې غواړي يو ډول نه يو ډول د جهاد دوره بدنامه كړي. دوى له دولت څخه د دغه كار د مخنيوي غوښتنه كوي.
بل خوا د كابل ښار د ښوونځيو يو شمېر زده كوونكو هم د شنبې په ورځ د شهيدانو اوونۍ او د احمد شا مسعود دولسم تلين ولمانځه او په همدې موخه يې په ښوونځيو كې غونډې وكړې، دغو زده كوونكو په بېلابېلو برخو كې د احمد شاه مسعود د كړنو ستاينه وكړه.