تازه خبرونه

جهادي مشرانو د افغانستان د حراست او ثبات شورا جوړه کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د حراست او ثبات شورا غړيو په ډاگه کړه، چې د هېواد راتلونکي او ملي خوندیتوب اندېښمن کړي او له همدې کبله یې دغه شورا جوړه کړې ده.

پخوانی جهادي مشر او د دې شورا غړی عبدالرب رسول سیاف وایي، د افغانستان د خلکو دردونه او کړاوونه د دې شورا د جوړولو علت دی.

هغه د اساسي قانون د لویې جرگې پر جوړولو د ټینگار ترڅنگ وویل، د دې جرگې د نه جوړیدو په صورت کې به دا شورا عنعنوي لویه جرگه راوغواړي.

د دې شورا یو بل غړی محمد یونس قانوني سوله یوه ملي او دیني اړتیا بولي او په هېواد کې د سترتیژیک بدلون غوښتونکی شو.

د نوموړي په وینا؛ که د اساسي قانون لویه جرگه راونه غوښتل شي، روان نظام به خپل مشروعیت له لاسه ورکړي.

 

Trending

Exit mobile version