تازه خبرونه

جهادي مشران دې خپل مخالفتونه راتلونكيونسلونو ته نه پريږدي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هلمند قومي مشرانو د غويى د اتمې د نمانځغونډې پرمهال وويل:

جهادي مشران بايد خپلومخالفتونوته د پاى ټكى كښيږدي او په رښتيني توگه د هېواد په بيا رغونه او پرمختگ كې ونډه واخلي.

په دې غونډه كې د هلمند والي مرستيال احمد مسعود بختور وويل، چې د پخواني شوروي يرغل په وړاندې د مجاهد ينوسرښندنې، هڅې او د بهرنيانو په وړاندې يووالى د ستاينې وړدى؛ خو له هغې را وروسته په دې نه دي توانيدلي، چې په هېواد كې شته ستونزوته د پاى ټكى كښيږدي اوهېواد د ښې راتلونكي پر لوري روان كړي.

د نوموړي په وينا، د همدې جهاد د لارې سرښندنو نه يوازې افغانستان له يرغل گرو خلاص كړ، بلكې د نړۍ نورهېوادونه يې هم له روسي يرغل څخه وژغورل.

وروسته جهادي او قومي مشرانو وويل، چې له دې وروسته بايد جهادي مشران هم خپلومخالفتونو ته په همدې ځاى د پاى ټكى كيدي او دا مهال، چې په هېواد كې د ولسواكۍ لپاره هڅې روانې دي په كې فعاله ونډه واخلي اود راتلونكيو نسلونو لپاره د ښې راتلونكې تگلورى وټاكي.

د دوى په وينا، د روسي پوځ له ماتې وروسته په هېواد كې د جهادي مشرانومخالفتونه د هېواد د ورانۍ لامل شول چې په هرگوډ كې يوځل بيا د هيواد والووينې وبهيدې.

Trending

Exit mobile version